Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د درمل تولیدولو نوې کارخونې فعالیت پيل کړ

بلخ کې د درمل تولیدولو نوې کارخونې فعالیت پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

د پاکستاني درملو د وارداتو له بندېدو سره هم‌مهاله،  د درملو تولید په برخه کې د افغانستان پر ځان بسیاینې نوې هڅه!
په مزارشریف ښار کې د درملو تولید په نوې فعاله شوې کارخونه کې لسګونه کسان په درمل جوړولو بوخت  شول.

د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره ګولۍ، شربت او پېچکارۍ د تازه فعالې شوې کارخونې هغه محصولات دي چې دا مهال د هېواد ګڼو ولایتونو کې وړاندې کېږي.

د کارخونې لابراتواري برخو مسوولین د جوړېدونکو درملو کیفیت د بهرنیو هغو تر کیفیت څو برابره ښه بولي. د دوی په خبره، ټول تولیدېدونکي درمل تر لابراتواري ارزونې وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

د درملو تولیدونکې کارخونې فارمیسسټه رنګینه سیرت وايي: « دلته تولید خپله د افغانانو ترنظر لاندې دی او موږ هر ډول درمل څو ځله ټېسټ کوو او ترڅو پړاوونو یې تېروو او بیا یې تولیدوو. موږ هېڅکله د بهرنیو درملو تضمین نه شو کولی، خو زموږ درمل له هره اړخه تضمین شوي دي.»

د درمل جوړولو کارخونې تولید آمر شفیق رحمان سلطاني وايي: «موږ خپل درمل په بازار کې له بهترینو بهرنیو درملو سره پرتله کړي او څرګندوي چې زموږ درمل له هغو هم ۲ یا ۳ سلنه پورته دي. زموږ درمل لوړ کیفیت او ټیټه بیه لري.»

د کارخونې مسوولین وایي، د ۵۰ قلمه بېلابېلو درملو تولید ظرفیت لري، خو لا هم د درملو لپاره خام مواد له نورو هېوادونو را واردوي. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان په ځای له نورو هېوادونو د وارداتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د درملو تولیدي کارخونې مسوول زمرک شینواری وايي: « د درملو په ترکیب کې ځینې مواد ډېر مهم دي او باید له بهر څخه وارد شي. په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خوا په یو شمېر کیمیاوي موادو بندیز لګېدلی او وارداتو ته یې اجازه نه ورکوي. زموږ غوښتنه دا ده چې دغو موادو ته اجازه ورکړي، ترڅو زموږ د درملو سکټور نوره وده هم وکړي.»

بلخ کې د درملو اتحادیې د مسوولینو په وینا، دا مهال بلخ کې د درمل جوړولو دوې فابریکې فعالیت کوي چې په وینا يې، د خامو موادو د برابرېدو په برخه کې د پاکستان پرځای له نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د پانګوالو اړتیاوې پوره شي.

بلخ کې د درملو اتحادیې مسوول محمد صادق محمدي وايي: « ډېر ژر به د خامو موادو لپاره په ګمرکونو کې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو له تولیدي کارخانو سره همکاري وشي او شته نیمګړتیاوې پوره شي. موږ ډاډ ورکوو چې د درملو په برخه کې کمښت ته اجازه نه ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره تر وروستیو سیاسي کشالو وروسته له دې هېواد سره پر هر ډول سوداګریزو اړیکو د بندیزونو ترڅنګ، د درملو پر وارداتو هم بندیز ولګېده.

افغانستان د پاکستان ترڅنګ له چین، ترکیې، هند، بنګله‌ دېش او یو شمېر نورو اسیایي هېوادونو درمل واردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist