Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د خالد بن وليد ښارګوټي ځمکه دولتي تثبيت شوه

بلخ کې د خالد بن وليد ښارګوټي ځمکه دولتي تثبيت شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

په دنګو ودانیو پوښل شوی هغه ښار ګوټی دی چې له نن شاوخوا ۲۰ کال وړاندې د خالد بن ولید په نوم نومول شوی د مزار ښار سوېل ته په دوه کلیومټرۍ کې موقعیت لري.

د بلخ ولایت غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمیسیون مسوول محمد موسی مبین شمشاد سره په مرکه کې وايي، له درېیو کالو څېړنو وروسته اختصاصي کمیسیون ومونده  چې د مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ۲ زره ۷۶۱ جریبه ځمکه دولتي او لس جریبه یې شخصي ده.

مبین زیاته کړې: « د مزار شریف په ښار کې د خالد په نوم پروژه ده چې تقریبا ً ۲ زره ۷۶۱ جریبه ځمکه لري. دغه ځمکه د تخنیکي پلاوي له خوا وڅېړل شوه او څرګنده شوه چې اسناد یې جعلي دي. ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه چې یوازې ۱۰ جریبه ځمکه شخصي او پاتې نوره دولتي ده.»

په همدې حال کې، یوشمېر حقوق پوهان بیا  مخکېني حکومت کې د غصب موضوع د فساد را پاته شوی میراث یادوي او دې برخه کې که څه هم د دولت هڅې ستایي، خو د زورواکو له لوري  د ورته نورو غصب شویو ځمکو د ثبیت غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی مصطفی مومند وايي: « له کمیسیون مننه کوو، دلته هم د بیت المال حق غصب شوی هم د نورو خلکو. دا یو غوره اقدام دی، خو موږ له دولته غوښتنه کوو چې په دې ښارګوټي کې اوسېدونکو کورنیو لپاره یوه لایحه جوړه کړي، ترڅو هغوی ته زیان ونه رسېږي.»

 حقوق پوه محمد نعیم امیري وايي: « موږ وینو چې دولتي ځمکې ورځ تر بلې له غاصبینو خلاصېږي. خلک په دې نه پوهېدل چې کومې ځمکې دولتي او کومې شخصي دي، خو زورواکو دغو ځمکو ته اسناد جوړول او په خلکو یې پلورلې . له دولته غوښتنه کوو چې له غاصبینو ځمکې را وګرځوي او بیا یې عدلي قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.»

د خالد بن ولید استوګنیز ښارګوټي ځایي اوسېدونکي د عدلې وزارت له یاد اقدام او پرېکړې هرکلی کوي خو په خبره یې پریادوځمکو یې د میلیونونو افغانیو په ارزښت استوګنځایونه جوړکړي او له سرپرست حکومت د یوې داسې کړنلارې غوښتنه کوي چې دوی ته په کې زیان ونه رسېږي.

د ښارګوټي یو تن اوسېدونکی محمد شفیق یعقوبي وايي: « د هغو کسانو برخلیک باید ژر ترژره څرګند شي چې قبالې ورسره دي. دوه کاله کېږي د دې ښارګوټي خلک له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي، نه آبادي کولی شي او نه هم خرید او فروش.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی امین الله اتل وايي: « موږ هیله لرو د دولت ځمکه چې هر ځای وي، بېرته دولت ته وسپارل شي. پر دولتي ځمکو جوړو شویو ودانیو سره باید داسې چلن وشي چې نه خلکو ته زیان ورسي او نه هم دولت ته.»

له دې سربېره، ځايي چارواکي وايي، د اسلامي امارت د جګ پوړو چارواکو پرېکړې وروسته به څرګنده شي چې په ښارګوټي کې مېشتو خلکو سره څه وشي. 

دوی په خپلو خبرو کې ډاډ ورکوي چې له اصولو سره سم به له مېشتو کورنیو سره چلن کېږي.

د غصب راګرځولو کمېسیون مشر محمد موسی مبین زیاتوي: « کومه ځمکه چې دولتي اعلان شوې، دا به یا خلکو ته په اجاره ورکول کېږي او یا به قېمت ګذاري کېږي. تعمیرات د خلکو دي خو ځمکه دولتي ده، مشرتابه کمېسیون به په دې اړه پرېکړه وکړي. شاید له خلکو د ځمکې بیه واخیستل شي او بیا قبالې ورکړل شي.»

له دې سره، عدلیې وزارت  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خالد بن ولید ښارګوټي له ۲۸۰۰ جریبه ځمکې څخه یوازې ۱۰ جریبه شخصي او نوره ټوله دولتي  ده او هېڅوک حق نه لري چې آبادي په کې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist