Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د بهرنيو اسعارو تبادلې بازار پرانیستل شو

بلخ کې د بهرنيو اسعارو تبادلې بازار پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/05

د بلخ ولایت په مزار هوټل سوداګریز مرکز کې  د زونونو پر کچه د بهرنیو اسعارو د لیلام، کنټرول، د تورو پیسو استعمال او قاچاق د مخنیوي لپاره لومړی رسمي او معیاري مرکز پرانیستل شو.

مسوولین د یاد بازار د پرانیستې موخه د اسعارو بازار شفافیت، د لیلام بهیر روڼتیا او د افغانیو ارزښتمند ثبات ته زمینه برابرول بولي.

بلخ کې د افغانستان بانک آمر مولوي ضياالرحمن مدني وايي:« هغه اصول چې د اافغانستان بانک لخوا دوی ته تشریح کېږي هغوی باید د هغې مطابق دغه بولۍ مخته یوسي او په دې بولۍ کې هغه صرافان چې جوازونه لري، کولی فعاله ونډه ولري.»

د مزار هوټل سوداګریز مارکيټ مسوول عصمت الله اسحق زی وايي:«  وروسته له دې موږ لخیره کولای شو چې د پیسو احتکاراتو مخنیوی وکړو او هغه پیسې چې د شومو اهدافو لپاره کارول کېږي مخنیوی یې وشي او بل دا چې یو نظم رامنځته شي تر څو راتلونکې کې هم د احتکار مخه ونیول شي.»

د بلخ صرافان د دغه مرکز پرانیسته د بازار د کنټرول او د صرافانو ترمنځ یې د سیالۍ رامنځته کېدو لپاره مهم ګام بولي.

صراف یعقوب وايي:« موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې دا هغه بازار دی چې بې جوازه څوک په کې فعالیت نشي کولی. انشاالله موږ باور لرو چې دغه بازار پرانیستې سره به د خپل سري معاملو مخنیوی وشي پخوا به چې چا پیسې زیاتې لرلې، د بازار نظم به یې اخلال کاوه.»

یو بل صراف ثمرالدین بیا وايي:« سل په سلو کې دغه بولۍ زموږ ټولو پرګټه ده، ځکه پخوا هر څوک په خپل سر ول، خو اوس به ټولې صرافۍ یو ځای په منظم ډول فعالیت کوي.»

دغه راز  ورته مهال بلخي چارواکي هم د یاد ګام ستاینه کوي او دې برخه کې له خپلو هر راز همکاریو ډاډ ورکوي

د بلخ ولایت مقام مرستیال نورلهادي ابو ادریس وايي:« د داسې کسانو ملاتړ د دولت مسوولیت دی، باید پوره ملاتړ یې وکړي څو هېواد له هر اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.»

بلخ کې مزار هوټل د هېواد پر کچه یو له لویو سوداګریزو مرکزونو دی چې تر دې وړاندې په کې د غلو دانو او نفتو توکو بولۍ فعاله وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist