Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې خبریالان: د راپور جوړولو پر مهال له  ګڼو ستونزو سره مخ کېږو

admin by admin
2021/09/09

په بلخ ولایت کې يو شمېر خبريالان او د رسنيو کار کوونکي وایي،لا هم د اطلاع رسونې او راپور جوړولو په برخه کې له ګڼو او جدي ستونزو سره مخ دي.

 دوی وایي، ډېری وخت د يو شمېر موضوعاتو په تړاو له راپور جوړولو څخه منع کېږي او همدا راز يې سرچينو ته لاسرسی محدود شوی دی.

خبریال عزيز کريمي وايي:« موږ ته وايي،چې تاسې په ازادانه ډول خپل کار وکړئ، خو له بده مرغه،کله چې موږ  د يوې برنامې پوښښ لپاره ځو يا کوم راپور جوړوو، نو د فعاليت اجازه نه راکول کېږي. زموږ غوښتنه دا ده،چې مسوولين دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي. که دوی  رښتيا هم د بيان ازادي مني،نو خبريالان دې خپل کار ته پرېږدي.»

که څه هم بلخ کې مسوول چارواکي وايي، ډېر ژر به د رسنيو په تړاو د طالبانو طرزالعمل بشپړ او خبریالانو سره شريک شي، خو مزارشریف کې خبريالان وایي،د يادې کړنلارې نه شتون د دوی چارې ټکنۍ کړي دي.

خبریال جواد نبي زاده وايي:« موږ دا غواړو،چې ژر دې يو طرزالعمل جوړ شي او شته ستونزې دې حل کړای شي، خبريال بايد دا اجازه ولري،چې د ټولنې واقعيتونو ته انعکاس ورکړي،کله چې خبريال او رسنۍ د فعاليت اجازه او صلاحيت ونلري،په دې صورت کې بيا د بيان ازادي مانا نلري.»

په ورته مهال بلخ کې طالب چارواکي وايي، د رسنيو فعاليت ته ژمن دي او ډاډ ورکوي،چې له خبريالانو سره د ناوړه کړنو عاملينو سره به قانوني چلن وکړي.

شمال کې د دعوت او ارشاد کمېسيون مسوول عبدالقدير حليم  وايي:« موږ ټولو رسنيو ته احترام لرو. ټولو رسنيو او خبريالانو ته د اصولو په رڼا کې د فعاليت اجازه ورکړل شوې. که په راتلونکي کې که ستاسې خبريالانو پر وړاندې کوم ناوړه چلن وشو،نو زموږ مسوولينو سره تماس ونيسئ، حتما به مقابل کس تر پوښتنو لاندې نيول کېږي او قانوني چلن به ورسره کېږي.»

اخوا د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست په يوه خبرپاڼه کې له خبريالانو غوښتي،چې د يو شمېر کړيو له خوا پيل شويو اغتشاشي لاريونونو پوښښ لپاره دې نه ورځي،ترڅو زيانمن نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist