Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ والي: ډېر ژر به په بلخ کې د سقوط شويو ولسواليو د بيا نيولو عمليات پيل شي

admin by admin
2021/06/29

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي په مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې په تېرو دوه ورځو کې يې کلدار ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکه کړې ده.

هغه زياته کړه، د مزارشريف ښار او حيرتان بندر دفاعي خطوط يې په قوي ډول مجهز کړي او د طالبانو د هر ډول بريدونو د دفع کولو لپاره يې تیاری نيولی دی.

د بلخ والي که څه هم کره ارقام نه په ډاګه کوي، خو وايي چې د دغه ولايت په وروستيو جګړو او عملياتو کې وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، د سقوط شويو ولسواليو د بيا نيولو لپاره عملياتي پلانونه چمتو شوي، چې ډېر ژر به يې عملي کړي.

فرهاد عظيمي وويل چې له مزارشريف ښار څخه د دفاع او همدا راز د عملياتو په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره د ولسي پاڅونکونکو همکاري اغېزمنه تمامه شوې ده.

د هغه په وينا، د دولتي ځواکونو د تلفاتو مخنيوي په موخه وړمه ورځ له شورتېپې ولسوالۍ څخه دوی شاتګ کړی او د يادې ولسوالۍ په يوه بله خوندي او حاکمه سيمه کې د شورتېپې ولسوالۍ اداري چارې د فعالېدو په حال کې دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د حيرتان بندر امنيت په بشپړ ډول خوندي دی او له سوداګرو يې وغوښتل چې هېڅ ډول وېره دې نه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist