Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ: د کورونا وبا روغتون په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي.

admin by admin
2021/06/08

وروسته له هغې چې بلخ ولایت کې د اکسيجن کمښت په اړه شکايتونه زيات شول،د ولسي جرګې شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون يو شمېر غړي مزارشريف ته تللي او د کورونا وبا روغتون چوپړتېاوو په اړه یې خپلې موندنې له رسنيو سره شريکې کړي دي.

ياد پلاوی تائيدوي، د خپلو څارنو پر مهال يې موندلې،چې د کورونا وبا ناروغانو ته د اړتېا وړ اکسيجن نه ورسېږي، چې يو شمېر يې له همدې امله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

دوی همدا راز د کورونا وبا  روغتون ته د اکسيجن رسېدو برخه کې هم د پراخ فساد خبره وکړه. 

د ولسي  جرګې شکایاتو ته د رسېدو کمېسیون غړی حمیدالله بیک وايي: « کله چې د کورونا وبا روغتون بستر خونو  ته دننه شولو، ومولېدل،چې یو شمېر ناروغانو ته اکسیجن نه دی رسېدلی. بله خبره دا ده، موږ کله چې له ناروغانو وپوښتل، نرسان یا  نرسې چېرې، دوی په ځواب کې وویل، شااوخوا ۵۰ نرسان او نرسې لري، خو یوه نرس هم  شتون نه درلود. »

د ولسي جرګې شکایاتو ته د رسېدو کمېسیون غړې فوزیه حمیدي وايي: « کله چې مرازشریف ښار ته د اکسیجن ۳۰ ډبې راوړل کېږي. ۸ یې روغتونه ته ورکول کېږي او پاتې نورې یې بهر پلورل کېږي.

موږ ته یوه ناروغ وویل، د اکسیجن یوه ۲۰ کیلويي ډبه یې پر ۱۸ زره افغانیو پېرلې. »

د بلخ ولایتي شورا بيا له کورونا وبا  سره د مبارزې برخه کې د بلخ عامې روغتيا رياست چوپړتېاوې ستايي او تر څنګ يې د يو لړ ستونزو د شتون خبره هم کوي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي:« هڅې روانې دي.موږ د هغو کسانو چې دلته زیار وباسي  او د عامې روغتیا ریاست هڅې نه هېروو او ستایو یې.  دغه راز ښايي یو لړ ستونزې هم شتون ولري.»

بل لور ته بلخ ولايت مقام له خصوصي سکټور او مرستندويه موسسو سره په ناسته کې د کورونا وبا  پر وړاندې مبارزې برخه کې له هغوی د مرستې او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د بلخ عامې روغتيا رياست د اکسيجن رسېدو برخه کې د فساد په اړه د پارلماني ګروپ ادعاوې نه تائيدوي، خو زياتوي،چې د اکسيجن کمښت د ټول هېواد پر کچه ستونزه ده.

دغه راز د یاد ریاست مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وبا ۱۳۶ مثبتې پېښې ثبت  کړي او ۱۱ کسان ترې مړه شوي دي.

د نویو پېښو په ثبت سره دې ولایت کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۵ زرو لوړ شو  او ۲۲۸ کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist