Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلاول بوټو: له افغان کډوالو سره شوی چلن نامناسب دی

بلاول بوټو: له افغان کډوالو سره شوی چلن نامناسب دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/13

په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر دې مهاله شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، د دې کډوالو شاوخوا ۲۰۰زره هغه يې یوازې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او پاتې نور هغه د سپین بولدک، انګور اډې او نورو لارو هېواد ته را اوښتي دي.

د پاکستان وروستۍ پریکړې په اړه د غبرګونونو په دوام  د دې هېواد د بهرنيو چارو مخکيني وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له خبريالانو سره خبرو کې د خپل هېواد د چارسمبالي حکومت له خوا د افغان کډوالو اېستلو پر پرېکړې سختې نیوکې کړي او زياته کړې يې ده، له افغان کډوالو سره شوی چلند نامناسب دی.

زرداري زیاته کړې:« کله چې یوه پالیسي طرحه کېږي، باید د خلکو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشي. که چېرې تاسې د خلکو خلاف لاړ شئ، تاسو به هېڅکله خپل هدف ترلاسه نه کړای شئ.»

کلیپ: نجیب الله جامع   د سیاسي چارو کارپوه  مرتضي  مطهري   د سیاسي چارو کارپوه

زرداري د خپلو خبرو پر دوام زياته کړې، د ناراجسټر شویو افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان د لنډمهالي حکومت په پالیسۍ کې ابهامات موجود دي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نوموړي څرګندونې ستایي او وایي، پاکستاني چارواکي دې د افغانستان پر وړاندې تندې ویناوې نه کوي، بلکې د دواړو هېوادونو د ګټو په سنجولو سره دې له کابل سره اړيکې ټينګې کړي.

مجاهد   زیاته کړې:« د زرداري دا موقف د ستایلو دی ځکه واقعیت هم همدا دی، باید توپير وشي او بل دا ده چې د دووهېوادونو ترمنځ اړیکې وساتل شي دا ډېره مهمه موضوع ده په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ. اخوا چې کوم نوي مسوولین دي او د موضوعاتو په اړه سم چلن نه کوي  د هغوی لپاره ډېره ښه وینا ده.»

پر زوره د کډوالو اېستلو له پيلېدو سره پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی وه، که څوک په دې موده کې په خپله خوښه له ياد هېواده ونه وځي، پر زوره به واېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوهان دې دريځ ته په پام سره وایي، کابل بايد اسلام‌اباد پر دوه مخې سياست غلط نه شي؛ ځکه د دوی په خبره پاکستان تل له حالاتو سره خپله لهجه برابره کړې او خپلې موخې يې تعقيب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« په دې اړه افغان حکومت باید له ډيپلوماتیکو لارو د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي ترڅو دغه کډوال زیانمن نه شي، په خوندي او باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه شي.»

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو له پاکستان په وار وار غوښتنه کړې، چې د کډوالو د اېستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي،‌ خو پر دې سربېره هم د پاکستان په دريځ کې بدلون نه دی احساس شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist