Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې ناپېژانده وسله والو ۱۰ تنه ذکر کوونکي وژلي

بغلان کې ناپېژانده وسله والو ۱۰ تنه ذکر کوونکي وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/23

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو هغه ۱۰ تنه ذکر کوونکي په ډزو وژلي چې په یوه زیارت کې راټول شوي وو.

شمشاد ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، پیښه د یادې ولسوالۍ په سید پاچا زیارت کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د اهل تصوف عبادت کوونکي پر ذکر بوخت وو.

په ورته مهال، د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند شېر احمد برهاني په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۰ذکرکوونکو وژل کېدو خبر تایید کړی او زیاتوي چې هغوی د جمعې پر شپه د دغې ولسوالۍ د زاړه ښار په یوه جومات کې وژل شوي دي.

برهاني په دې اړه وايي: « د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د ۱۰ تنه بې ګناه عبادت کوونکو د بې رحمانه شهادت په اړه باید ووایم چې تېره شپه نا پېژانده وسله والو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې برید کړی. په دې مرموز برید کې د نهرین ولسوالۍ ۱۰ تنه لمونځ کوونکي په داسې حال کې په شهادت رسول شوي چې په یوه جومات کې پر ذکر بوخت وو. باید ووایم چې دغه کسان د ورځې په اوږدو کې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره په کارونو بوخت وو او د شپې له خوا د عبادت په موخه جومات او خانقا ته راتلل چې له برید سره مخ شوي. د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر قاري عبدالغیور خاري وايي، پولیس ځواکونه په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او څو تنه تورن کسان یې نیولي دي. د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.»

د بغلان نهرین ولسوالۍ کې پر ذکر کوونکو دغه وسله ‌وال برید داسې مهال ترسره شوی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په دایکنډي کې د داعش خراسان ډلې پر شیعه مسافرو برید وکړ او تر ۱۰  زیات کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ.

د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، پولیسو په نهرین ولسوالۍ کې د تېرې شپې برید په تړاو څو تنه نیولي او پلټنې لا دوام لري.

د سیاسي چارو شنونکي دا پيښه غندي او له اسلامي ‌امارت غواړي چې د دې برید عاملین پيدا او مجازات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د افغانستان خلک باید په دې موضوع باور ولري چې اسلامي امارت باید هرڅومره ژر چې وي، د دې تروریستي برید او بشري ضد جنایت عوامل ونیسي او سزا ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د دې ډېر امکان شته چې په دې ناځوانمردانه برید کې هم داعش ډله لاس ولري یا داسې کسان ښکېل وي چې له تصوف سره دوښمني لري. موږ پوهېږو چې تصوف په افغانستان کې اوږدې او تاریخي ریښې لري. د تصوف څو مکتبونه افغانستان څخه راپورته شوي دي. دا خلک هڅه کوي چې زیارت ته ورتګ او ذکر کول له منځه یوسي او یو ډول وچ شریعت او اسلام پر خلکو تحمیل کړي.»

تراوسه په بغلان کې پر عبادت کوونکو د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه یې په تړاو څېړنې بشپړې شوي خو تر دې وړاندې دایکنډي، کابل، بلخ او کندوز کې د ورته بریدونو مسوولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه  اخیستی و.

د اسلامي ‌امارت ځواکونو ته په افغانستان کې د ځينو بریدونو عواملو اعتراف کړی چې د داعش د خراسان څانګې مشران او غړي د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته بلوچستان ته انتقال شوي او هلته روزنیز مرکزونه او خوندي پټنځایونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist