Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/13

په بغلان کې د خونړيو سېلابونو له راوتلو شاوخوا درې ورځې تېرېږي، خو لا هم سلګونه خلک لا درکه او د يو شمېرهغو جسدونه د سېلابونو تر خټو او اوبو لاندې پاتې دي.

په بغلان، غور، هرات، تخار، بدخشان او سمنګان ولایتونو کې د سېلابونو له کبله سلګونه کورونه او لسګونه کلي په بشپړ ډول ویجاړ او ترڅنګ یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

چارواکي وایي، زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې او ورته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « تاسې پوهېږئ چې کومه غمیزه د شمال شرق ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان او د تخار په څو ولایتونو کې راپېښه شوه، د سېلابونو له کبله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول. زموږ صحي پرسونل هلته رسېدلی او هلیکوپټرو کې تر اوسه ۳۰ کسان ژوبل مرکز ته را لېږدول شوي دي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو زارت د مالوماتو پر اساس، یوازې په بغلان کې تر ۳۰۰  زیات کسان مړه، نږدې  ۲۰۰۰ کسان ژوبل، د رز څارويو پر له منځه تللو سربېره زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي.

یاد وزارت وايي: «مرکزي بغلان او د برکې ولسوالۍ د حصارک په کلیو کې د سیلابونو په پایله کې ۳۱۵ تنه شهیدان شوي،۱۶۳۰ تنه ژوبل شوي، ۲۶۶۵ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.»

پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي: « سېلاب ځپلو ته رسېدنې په موخه یاد ولایت کې علماوو شورا په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې ده او د ولایت مقام په همغږۍ له زیانمنو سره مرستې هم شوې دي، همداراز د کډوالو وزارت، سرې میاشتې او خيریه بنسټونو هم سېلاب ځپلو سره مرستې کړي او ترڅنګ یې ځېني شتمنو او غیورو هېوادوالو او نورو خیریه بنسټونو هم د مرستې ژمنه کړې، زموږ غوښتنه هم په کور دننه او بهر هېوادوالو او خیریه بنسټونو همدا ده چې له سېلاب ځپلو سره خپله همکاري او خواخوږي وکړي.»

په داسې حال کې، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن هېوادوال سخت بې اثرې شوي او هر ډول مرستو ته اړمن دي؛ خو تر دې دمه هېڅ نړيوال بنسټ د مالي مرستوغږ نه دی کړی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، يوازې په غم شریکۍ د زيانمنو کسانو درد نه شي دوا کېدای او په خبره يې اړتيا ده، چې زيانمنو ته د مرستو په رسولو سره عملي اقدام وشي.

د اقتصادي کارپوه محب الله شریف وايي: « کوم سېلابونه چې په بغلان او نورو ولایتونو کې راغلي له امله یې زموږ ولس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، یوازې د غمشریکۍ پیغامونه ټوله مسا له نه حل کوي، ترڅنګ یې د افغانستان د بېړنیو حالاتو کې مبارزې او  مرستې اداره هم باید خپلې ټولې کړنې له نړیوالو سازمانونو سره همغږي کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه ادریس محمد ځاځی وايي: « په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی که هغه مالي او که معنوي، د ډوډۍ وي او که د لباس، که کور وي او که خواړه وي، که هر څه وي، سېلاب ځپلي ورته سخته اړتیا لري. باید نړیوال سازمانونه او داخلي چارواکي د افغانانو دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د پوهنتون استاد محمداصف ستانکزی وايي: « په ټولو افغانانو دا فرض ده چې باید په ټولو برخو کې او تر هر څه دمخه په صحي او د خوارکي او نورو اساسي توکو په برخه کې رسېدنه وکړي، حکومت دې له خپلې هوايي قوې کار واخلي څو د خپلو هېوادوالو مرستې وکړي او د دوی د مړینې کچه راټيټه کړي.»

په بدخشان، تخار، هرات، غور او بغلان کې د سېلابونو له امله زيانمنو شویو کورنيو سره د مرستې لپاره په ګڼو ولايتونو کې عامو خلکو د ۱.۲ ميليونه ډالرو په اندازه مرسته راټوله کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist