Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بشري مرستو وېش کمېسیون: تېرو درې میاشتو شااوخوا څلور زره ټنه خوراکي توکي وېشل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/23

د بشري مرستو د تنظيم او وېش کميسون مشر شرف الدين مسلم وايي، په تیرو درې میاشتو کې پر بې وزله کورنیو شااوخوا ۴ زره ټنه خوراکي توکې ویشل شوي او دا لړۍ روانه ده.

مسلم وايي،د اړمنو کسانو د لاسنیوي لړۍ روانه ده او د نورو مرستو جلب کولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

مسلم  زیاته کړه:« البته د تېرې مياشتې لېست دا وو،چې د درې زړه ټنه په شااوخوا کې مرسته توضېع شوې ده، خو دا هم د يونسف داسې د مهاجرينو وزارت او ټولو داسې نورې خيريه ادارې دي، د ټولو له لورې دغه مرستې تر سره کيږي.»

مسلم وايي، له  ګڼو هيوادونو سره یې  خبرې پيل کړي او هڅې کوي،چې نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

مسلم زیاتوي:«څومره مهاجرين،چې بې ځايه شوي و، يانې په اوله درجه کې مو په نظر کې نيولي وو، تقريباً د هغوی اجتياجونه پوره شوي، هغوی ته د انتقال کرايه ورکړل شوې. البثه ورکړل شوې ده، خوراکي مواد ورکړل شوي دي. خپلو ځايونو پورې رسيدلي دي، لکه تخار، کندز، بغلان، دوی خپلو کورونو ته رسيدلي دی.»

ډېری خلک بيا د ژمي په رارسېدو له شته وضعيته اندېښمن دي،خو مسولين وايي، اړمنو خلکو له پاره پر داسې پروګرام کار روان دی،چې له مخې به يې ستونزې حل شي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي:« مرستې په هغه کچه دي،چې موږ ته اوميداوري راکوي،راتلونکی ژمې کې چې کومې اندېښنې دي، هغه ته رسېدنه وکړو.  اسلامي امارت اړمنو او بې وزله کورنيو لپاره ښه پروګرامونه په لاسه کې لري.»

افغانستان سره د بشري مرستوپه دوام کې په تېرو څو ورځو کې د روسيې او ايران هېوادونو  له لورې هم سلګونه ټنه بشري مرسته تر سره شوه.

اسلامي امارت مسولين وايي، د چین هيواد له لورې ورسره د زر ټنو په اندازه د بشري مرستو ژمنه شوې او ژر به افغانستان ته راوړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د  وروستیو معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له جدي ګواښ سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړېده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist