Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېښنا شرکت: ۲۰ میلیارده افغانۍ پورونه لاهم نه دي راکړل شوي

برېښنا شرکت: ۲۰ میلیارده افغانۍ پورونه لاهم نه دي راکړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا په برخه کې د پانګونې فرصتونو معرفي کولو په نوم کنفرانس کې له افغان او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره پانګونه وکړي.

برېښنا شرکت پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به هر ډول فرصتونه او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وايي:« موږ د برېښنا د تولید په برخه کې ډېر ښه فرصتونه لرو او تاسو ته بلنه درکوو چې له دې فرصتونو ګټه پورته کړئ. موږ کولی شو د سولر برېښنا په برخه کې د ۲۲۲ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لرو. ملي او نړیوال شرکتونه کولی شي په دې برخه کې پانګونه وکړي. افغانستان اوس مهال امن دی او ستاسو سر، مال او عزت خوندي دی. هرڅوک چې افغانستان ته د کار لپاره راځي، موږ ورته هرکلی وایو.»

عمر زیاتوي، په نږدې ورځو کې به د کورني تولید ۳۶ مېګاواټه برېښنا ګټه اخیستنې ته وسپارل شي او په خبره یې د دې برېښنا ډېره برخه لمریزه ده.

دغه راز عمر په نږدې وخت کې د زیاتې اندازه وارداتي برېښنا زېری هم ورکړ او ووېل، په نږدې راتلونکې کې به د دوو سترو پروژو په چوکاټ کې له ترکمنستان څخه تر دوه زره مېګاواټه برېښنا وارده شي او ورسره به په هېواد کې د برېښنا اړتیا تر ډېره پوره شي.

هغه په دې اړه وايي: « د ټاپ پروژې په چوکاټ کې به زر مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکول کېږي. د دې پروژې په تخنیکي چارو بحث روان دی او نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي. ټرانسمېشن لین چې له ازبېکستان هېواد څخه د جوزجان ولایت ته را ننوتی او چارې یې د افغان شرکتونو له خوا پرمخ روانې دي، له ۷۰ تر ۸۰ سلنو کارونه یې بشپړ شوي. له دې لین به هم زرمېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکړل شي.»

د برېښنا شرکت اجرايي رییس دغه راز وویل، د مخکېني حکومت پر مهال مصرف شوې برېښنا ۲۰ میلیارده افغانۍ پورونه لاهم برېښنا شرکت ته نه دي ورکړل شوي.

 د عبدالباري عمر په خبره، د دغو پورونو ډېره برخه پر دولتي ادارو پاتې ده او تر ۲ میلیارده افغانیو پورونه هم پر پخوانیو زورواکو او سیاستوالو پاتې دي.

هغه زیاتوي: « زموږ اوس هم له تېر نظام څخه تر۲۰ میلیارده افغانیو پورونه پاتې دي. له دې ډلې ۱۶ میلیارده پر دولتي ادارو دي، له ۱.۵ تر ۲ میلیارده د تېر نظام زورواکي او سیاسیون پوروړي دي.»

دغه راز، برېښنا شرکت له څو خصوصي شرکتونو سره د نږدې ۲۵۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

د دغو شرکتونو استازي وايي، ژمنه کوي چې افغانستان به د برېښنا د تولید په برخه کې په صادراتي هېواد بدل کړي.

د نوې کېدونکې انرژۍ شرکت مشرعبدالحمید هلمندی وايي: « خصوصي سکټور کولی شي افغانستان د برېښنا له وارداتو څخه خلاص کړي او که خدای کول صادراتو ته یې چمتو کړي.»

په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ډاډ وښود چې اسلامي امارت د افغانستان د اوبو مهارولو ته ژمن دی او هڅه کوي د هېواد ټولې روانې اوبه مهار کړي.

هغه په دې اړه وویل: « د اوبو مهارول د اسلامي امارت لومړیتوب دی. افغانستان دا مهال شدیدې وچکالۍ ځپلی او د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو اغېزو سره مخامخ دی. دا مهمه ده چې موږ خپلې اوبه مهار او د کرنې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړو.»

له بلې خوا، چارواکو له نړۍ غوښتنه وکړه چې د ګرین انرژۍ په تولید کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د دوی په خبره، د ګرین انرژۍ تولید یوه ګټه دا ده چې د ګلخانه يي ګازونو تولید کموي او د هوا ککړتیا مخه نیسي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال زین ‌العابدین عابد په دې اړه وویل: « موږ پر نړیوالو غږ کوو چې د ګرین انرژۍ په تولید کې له موږ سره همکاري وکړي او افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانونو وژغوري. په افغانستان کې د ګرین انرژۍ تولید د نورو هېوادونو لپاره هم ګټه لري. که چېرې دغه انرژي په افغانستان کې تولید شي، ورسره به د ګلخانه يي ګازونو د تولید کچه ټیټه شي.»

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو د ځېنو ستونزو یادونه هم وکړه او وویل، لاهم ۵۰۰ زره مېټرونه له سیسټم سره نه دي نښلول شوي خو جدي کار پرې روان دی.

 دغه راز دوی وايي، د برېښنا لېږدونې د زړو شویو تارونو پر نوي کولو هم کار روان دی چې ورسره به د برېښنا د ضایعاتو مخه ونیول شي.

د د مسوولینو په خبره، افغانستان د سلګونه زرګونه مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري خو په اوسنیو شرایطو کې یې اړتیا څه باندې څلورنیم زره مېګاواټه برېښنا ته ده چې ښايي له صنعتي کېدو سره دغه اړتیا لا ډېره شي.

دوی زیاتوي، د امکاناتو په شتون کې افغانستان کولی شي ۲۴ زره مېګاواټه آبي، ۲۲۲ زره مېګاواټه لمریزه، ۶۷ مېګاواټه بادي، څلور زره مېګاواټه د ښاروالۍ له خځلو او کثافاتو او زرګونه مېګاوټه حراتي برېښنا تولید کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist