Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېښنا شرکت په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو پنډغالی روښانه کړ

برېښنا شرکت په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو پنډغالی روښانه کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

د افغانستان برېښنا شرکت په تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو پنډغالي ته د برېښنا شبکه فعاله کړه.

په دې پنډ غالي کې د راستنېدونکو لنډمهالې استوګنې لپاره سلګونه خېمې لګول شوې دي چې اوس د برېښنا په وسیله د شپې له خوا روښانه شوې.

چارواکي وايي، د برېښنا د دې شبکې پر فعالولو یې شاوخوا ۶ ميليونه افغانۍ لګولې دي چې د ۴ زرو خېمو روښانه کولو ظرفیت لري.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت وکولی شول چې په پنځو ورځو کې تاسو ته په دې کمپ کې د برېښنا معیاري شبکه وغځوي، ترڅو زموږ راستانه شوي وروڼه، خوندي او ماشومان له تیارو سره مخ نه شي. نه یوازې د موجوده خېمو لپاره، بلکې موږ د ۴ زرو خېمو لپاره شبکه غځولې او که دا کمپ لا سترېږي، موږ د دې ظرفیت لرو چې تر ۴ زرو خېمو ته برېښنا ورکړو.»

د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي محمد جان بلال وايي: « برېښنا شرکت په دې کمپ کې موجوده کورونو ته برېښنا ورکړه او د دې ظرفیت لري چې تر ۴ زرو خېمو پورې نورو کورونو ته هم برېښنا ورکړي، د دې کار لپاره شبکه جوړه او فعاله ده.»

د برېښنا په وسیله د خېمو په روښانه کېدو سره په کمپ کې مېشت کسان خوښ دي او زیاتوي چې له دې وړاندې يې هېڅ برېښنا نه درلوده.

له پاکستان راستون شوی کډوال مصطفی وايي: « مخکې تیاره وه، خو اوس برقونه ولګېدل او موږ ډېر خوشاله یو.»

یوبل راستون شوی کډوال عمران وايي: « اول په کمپونو کې برقونه نه وو او موږ ډېر په تکلیف وو، خو د دې برق په راتګ سره هر کار موږ ته اسانه شو.»

په تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره دعمري کمپ مسوولین وايي، پنډغالي ته د برېښنا له غځېدو وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې په وینا یې له یوې خوا به کمپ کې ګڼه ګوڼه زیاته وه او له بلې خوا به کمپ تیاره و.

په تورخم کې د راستنېدونکو د کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال وايي: « له دې رڼا مخکې به موږ د شپې په کمپ کې ګزمه کوله، تر لسو او دوولسو بجو پورې، هغه وخت چې مهاجرین به ډېر وو. دوی به د تیارو له امله له یو بل ورک وو او پوښتنه به یې کوله چې چېرته لاړ شي. اوس دوی هم خوښ دي او موږ هم خوښ یو.»

په ورته مهال، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کډوالو هغو کادرونو لپاره چې لوړې زده کړې لري، د کاري زمېنې برابرولو په موخه ۱۵۰ بستونه اعلان کړل چې په بېلا بېلو برخو کې به یې پر دندو ګوماري.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « زه له دې ځایه اعلان کوم چې د برېښنا شرکت د تازه راستانه شویو کورنیو کادرونو او هغو کسانو ته چې فني او تخنیکي زده کړې لري، تر ۱۵۰ بستونه دندې ورکوي.»

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره پنډغالي ته غځول شوې برېښنا به د اړتیا په صورت کې ۲۴ ساعتونو ته هم وغځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist