Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بریټانیا: افغانستان کې له هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/22

افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو په زیاتېدو سره بریټانیا ویلي،د داسې کومې ډلې ملاتړ نه ‌کوي،چې غواړي د تاوتریخوالي له لارې سیاسي موخې ترلاسه کړي او نه به هم په‌خپله خاوره کې کوم سیاسي پلان چمتو کېدو ته اجازه ورکړي.

په  دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر وايي:« بریتانیا د افغانانو په ګډون د هېڅ هغه چا ملاتړ نه کوي،چې غواړي د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون ته لاره هواره کړي، یا د سیاسي موخو لپاره د تاوتریخوالي د هڅولو کوم فعالیت په افغانستان کې وکړي. بریټانیا به  اجازه ورنه کړي،چې د دغه هېواد خاوره د کوم سیاسي پلان د چمتو کولو لپاره وکارول شي. موږ نور هم په کلکه له دې کاره منع کوو.» 

د سیاسي چارو شونکی سید بلال فاطمي وايي:« بریټاینا په هېڅ حالت حاضره نه وه،چې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپېژني یا اړېکې ورسره ولري. د مقاومت له جبهې سره د دوی اړېکې ډېرې نږدې وې، چون بریټانیا د پاکستان شاته ولاړه ده، پاکستان کې د مقاومت جبهې خلک دي او هغه هم له انګلستانه دي. صلاح  الدین د انګلستان پاسپورت لري او په پاکستان کی دی. نو که چېرې د دوی ملاتړ نه کوي، نو دوی باید د بریټانیا د تبع په حیث هغه منع کړي. ځکه پاسپورت یې د بریټانیا ده، باید له دې حرکته یې منع کړي. خو تاسې ګورئ، صلاح الدین ترکیې ته ځي، په ترکیه کې کېني،خبرې کوي، په پاکستان کی دی.» 

کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو بریدونو مسوولیت داعش وسله والو منلی دی.

د مقاومت په نوم‌ جبهه چې مشران یې  د امریکا متحده ایالتو، لندن او فرانسه کې دي،هڅه کوي له هرې ممکنې لارې  اسلامي امارت ته سرخوږی جوړ کړي،خو طالبانو په حضور کې تراوسه پورې کوم جدي ګواښ نه دی پېښ کړی.

 شارټر وايي، له  اسلامي امارت سره افغانستان کې له تعامل پرته بله لار نه لري او پر وینا یې دوی به دا کار وکړي.

هغه زیاته کړه:« په افغانستان کې د سولې او ثبات د ودې، افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او د امنیت په اړه د ګډو اندیښنو د حل لپاره، بې له دې چې د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره په عملي توګه ښکیل شو،بله لاره نه شته او دا هغه څه دي،چې موږ یې کوو.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، افغانستان کې هغه ډلې او ټپلې چې نړیوال ملاتړ ونه لري،د اندېښنې وړ نه دي او په اسانه مهار او پاشل کیدای شي.

دوی وايي، هغه سیاستوال،چې په جګړې باور لري،هڅه کوي د سیمې له  استخباراتو سره نږدې شي او د جګړې د دوام لپاره پیسې او امکانات ترلاسه کړي.

د شنونکو پر وینا، په حقیقت کې دا هېوادونه د افغان کډوالو له ورتګ وېره لري.

د یادونې وړه،چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالتو هم ورته دریځ اعلان کړی، خو د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي بیا  د اسلامي‌امارت له هغو مخالفو څېرو سره لیده کاته وکړل،چې افغانستان کې د اسلامي امارت خلاف خلک جګړې ته هڅوي.

اوس به ولیدل شي،چې بریټانیا او د امریکامتحده ایالت په خپل دریځ پاتې کېږي او که د فشار لپاره به افغانستان کې د طالبانو له مخالفو وسلوالو سره په‌ ښکاره او پټه توګه همکاري کوي، خو ټینګار دادی،چې د امریکا متحده ایالت او  د بریټانیا په ګدون دې نور هېوادونه هغه ډلې تورلیست کې شاملې کړي،چې دافغانستان ثبات او سوله ننګوي او تاوتریخوالی خوروي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist