Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا: اسلامي امارت دې له بشري حقونو سرغړونه پای ته ورسوي

بریټانیا: اسلامي امارت دې له بشري حقونو سرغړونه پای ته ورسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د بریټانیا سیاسي چارو همغږې کوونکې مرستیالې جیس جامبرټ ګرې ویلي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشری حقونو  نقض په اړه واحد لید لوری رامنځته کړي.

ګرې له سرپرست حکومت غوښتي چې د بشری حقونو رعایتولو لپاره دې د امربالمعروف او نهې عن ‌المنکر وزارت توشېح شوی قانون نه پلی کوي.

 د ګرې په خبره،  نړیواله ټولنه تر هغې له سرپرست حکومت سره تعامل نه غواړي چې بشري حقونو ته يې درناوی نه وي کړی.

هغې زیاته کړې: « دغه قانون یوه بله غمیزه رامنځته کړې. نړیواله ټولنه دې متحدانه د طالبانو د دې ډول کړنلارو پر وړاندې غږ پورته کړي. موږ له طالبانو غواړو، سملاسي د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي او د ټولو افغانانو اساسي حقونه دې تأمین کړي. بریټانیا تل د افغان ښځو غږ اورېدلی او تر هغې به له طالبانو سره تعامل ونه کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې نه وي ورکړي.»

د سرپرست حکومت وياندويان په دې اړه نظر نه ورکوي، خو چارواکو له دې وړاندې د بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ ستونزه بللې او له دغو حقونو د سرغړونې په برخه کې د نړیوالو اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې ټولو افغانانو ته یې له اسلامي اصولو سره سم خپل حقونه ورکړي دي.

د  سیاسي چارو کارپوهان له یوې خوا د بشري حقونو په اړه په وضع شویو پالیسيو کې د نرمښت غوښتنه کوي، بله خوا پر نړیواله ټولنه تور پورې کوي چې د بشري حقونو له موضوع سياسي ګټه اخلي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې د افغانستان د موضوعاتو په اړه خبرې کړې، دا یوه سیاسي لوبه ده. که دوی په واقعیت کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه لري، ولې د فلسطین د ملت په اړه خبرې نه کوي او نه یې غندي. د حکومتوالۍ، شته ننګونو او بشري حقونو موضوع په افغانانو پورې اړه لري. حکومت مکلف دی چې د خلکو غږ واوري او عمل پرې وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « زموږ هیله دا ده چې په نوي فرمان کې وضع شوي ټکي د یوه قانون په چوکاټ کې راشي ترڅو افغانان وکولی شي هم د مغرضو اهدافو پر وړاندې او هم د اسلامي امارت د مخالفینو پر وړاندې د حق ویلو په تړاو خپله آزادي ولري.»

جیس جامبرټ ګرې په خپلو څرګندونو کې زیاتوي، بریټانیا له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې  پر دوامداره مرستو ټینګار کوي او په همدې موخه یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې له افغانانو سره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist