Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

د بریټانیا حکومت باید نور د هغو افغانانو د خوندي کولو په برخه کې ځنډ  ونه کړي چې په افغانستان کې یې د بریټانیوي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې.

د بریټانیا دفاع وزارت په یوه داخلي ارزونه کې منلې چې له بریټانوي ځواکونو سره د همکارۍ سابقه لرونکي افغانان لا هم له ګواښ سره مخامخ دي.

د بریټانیا دفاع وزیر لوک پولارډ د روان کال په اپرېل کې اعلان کړی چې د انتقال لپاره وړ افغانې کورنۍ باید له افغانستان څخه خپله یوه بل درېیم هېواد ته لاړې شي.

د اېنډپېنډېنټ ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې راغلي: « هغه زرګونه افغانان چې لا هم د انتقال په تمه دي، باید د امکان په صورت کې په خپله یوه درېیم هېواد ته ځانونه ورسوي.  د بریټانیا د دفاع وزارت د روان کال په فبرورۍ کې په ترسره شوې ارزونه کې ویلي چې د دغو کسانو پر وړاندې خطر لا هم شته، که څه هم د خطر کچه کمه شوې ده.»

د راپور له مخې، زرګونه افغانان بریټانیا ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۷ زره نور کسان لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پاتې دي.

د بریټانیا دفاع وزارت دا هم مني چې یاد کسان له خطر سره مخ دي او د بیا مېشتېدو شرایط لري.

د اېنډپېنډېنټ ورځپاڼې په راپور کې دغه راز راغلي، د دغو کسانو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې د بریټانیا د دفاع وزارت له یوې سترې امنیتي معلوماتي رسوایۍ وروسته لا زیات شو؛ هغه مهال د هغو افغانانو نوملړ چې له بریټانیوي ځواکونو سره یې کار کړی و، په تېروتنه د ناخوندي برېښنالیک له لارې خپور شو.

د ورځپاڼې په باور، د بریټانیا حکومت باید د دې تېروتنې مسوولیت ومني او د اغېزمنو کسانو د خوندي کولو لپاره جدي او چټک ګامونه پورته کړي.

د ورځپاڼې راپور کې زیاته شوې: « د افغانانو د انتقال په برخه کې ځنډ او خنډونه د منلو وړ نه دي، ځکه موضوع یوازې د کډوالۍ او مهاجرت مسئله نه ده بلکې د هغو کسانو د خوندیتوب او د بریټانیا د ژمنو د پوره کولو مسئله ده چې د دې هېواد له ځواکونو سره یې د ژباړونکو، لارښودونکو، اداري کارکوونکو او نورو برخو کې مرسته کړې.»

د ورځپاڼې په باور، اوس د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته، د بریټانیا حکومت باید نور ځنډ او بهانې پای ته ورسوي او د هغو افغانانو د امنیت لپاره اقدام وکړي چې له وړاندې د خوندیتوب لپاره منل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
افغانستان

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي
افغانستان

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ
افغانستان

تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

اگست 6, 2026
د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه

اگست 6, 2026
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي
افغانستان

مجاهد: مسوولین باید انتقاد منوونکي اوسي او اصلاحات راولي

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist