Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برګمټال کې له لسګونه سېلاب ځپلو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وشوې

برګمټال کې له لسګونه سېلاب ځپلو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په اوله ګل کلي کې چې وروستیو خونړیو سېلابونو یې ګڼ کورونه ویجاړ او لسګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړې دي، له ۱۹۲ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) استازی وايي، دا مرستې د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ریاست په همغږۍ د کډوالو نړیوال سازمان، یونیسف، د ماشوم ساتنې او پي‌یو-اېم‌ای(PU-Mi) موسسو له لوري برابرې او مستحقو کورنیو ته ووېشل شوې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان استازی ذبیح الله امین وايي: « د آی‌او‌اېم له خوا هرې یوې کورنۍ ته یوه ستره فامیلې خېمه ورکول کېږي؛ همدارنګه د کمپلو کېټ، سولر سیسټم او ژمنۍ البسه ورکول کېږي. د یونیسف له خوا فامیلې کېټ او د پاکۍ ساتلو کېټ ورکول کېږي. د ماشوم ساتنې ادارې له خوا د کور جوړونې کېټ او د پي‌یو- اېم‌ای له خوا د سېلابي کېټ په نوم توکي ورکول کېږي.»

بله خوا، مرستې ترلاسه کوونکې کورنۍ د ولایتي ادارې او مرستندویه ادارو له یادو مرستو خوښيي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې شوې مرستې د دوی د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او باید په نورو برخو کې هم ورسره مرسته وشي.

د سېلاب‌ځپلې کورنۍ غړی نعمت الله وايي: «  موږ د دې مرستو مننه کوو. له دولت او موسسو تمه لرو چې لا ډېرې مرستې وکړي.»

د برګمټال ولسوال رفیع الله امین وايي: « د خلکو بنیادي اړتیاوې لا نه دي پوره شوي، موږ کور او سرپناه ته اړتیا لرو.»

په ورته مهال، د نورستان ولایتي ادارې مسوولان وایي، له اړوندو ادارو سره یې د سېلاب‌ځپلو کورنیو د نورو اړتیاوو په اړه خبرې روانې دي چې ډېر ژر به ورته نورې بشري مرستې چمتو کړي.

د نورستان د ولایتي ادارې ویاند فریدون صمیم وايي: « راتلونکي کې به د خوراکي توکو ترڅنګ، نورو اړینو برخو کې هم د دوی مرسته وشي. د نورستان والي له اړوند ارګانونو او موسسو سره خبرې کړې او هڅه کوو د دوی لپاره نورې اړینې مرستې جلب کړي.»

په نورستان کې وروستیو سېلابونو لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ، سلګونه کورنۍ له اقتصادي پلوه سختې زیانمنې کړې چې اوسمهال بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي
افغانستان

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي
افغانستان

مجاهد: کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ۶۲ زره تنو ته کاري جوازونه ورکړي

اگست 10, 2026
ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې
افغانستان

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي
افغانستان

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

وروستي خبرونه

د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي

د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي

اگست 10, 2026
برګمټال کې له لسګونه سېلاب ځپلو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وشوې

برګمټال کې له لسګونه سېلاب ځپلو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وشوې

اگست 10, 2026
عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ۶۲ زره تنو ته کاري جوازونه ورکړي

اگست 10, 2026
ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist