Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

د نورستان مرستیال والي، د یو شمېر سیمه‌ییزو ادارو د مسوولینو په ملتیا، د برګمټال ولسوالۍ د اوله ګل سیمې ته د سفر پر مهال ویلي چې وروستیو سېلابونو په دې ساحه کې پراخ ویجاړی کړی او د خلکو شخصي او عامه شتمنیو ته زیان اړولی.

د نوموړي په خبره،  په دې طبیعي پېښه کې د ۱۷۰ کورونو ترڅنګ، څلور ژرندې او دوه پلونه ویجاړ شوي، جوماتونه، ښوونځي، سړکونه او نور عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

مسوولین زیاتوي، سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه له اړوندو ادارو او خیریه موسسو سره خبرې شوې او لازمې مرستې به ورسره وشي.

د نورستان مرستیال والي فیصل مختار وايي: « دغو سېلابونو ۱۷۰ کورونه، ۴ ژرندې او دوه لوی پلونه په بشپړه توګه تخریب کړي. همدارنګه ګڼ ښوونځي، جوماتونه او نور عامه ځایونه هم تخریب شوي. د دې سېلاب زیانونه د پارون له زیانونو هم ډېر دي.»

د سیمې اوسېدونکي له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو حل لپاره ژر تر ژره بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د کورونو او عامه تاسیساتو ویجاړېدل د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د لومړنیو اړتیاوو برابرولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د سېلابونو له امله یو تن زیانمن شوی کس وايي: « زموږ په کورونو کې چې څه شی وو، که خوراکي توکي وو، که پيسې او مالونه، هرڅه لاندې شوي او موږ له یو جوړ جامو او څپلیو سره تښتېدلي یو. زموږ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

یو بل سېلاب ځپلی کس وايي: « موږ د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوو چې زموږ حالت ته پاملرنه وکړي. همدارنګه له خیریه بنسټونو هم هیله لرو چې راشي او د خلکو مرسته وکړي.»

د سېلابونو له امله د زیانمن شویوځايي اوسېدونکو غوښتنې داسې مهال دي چې تېره اوونۍ د سېلابونو له امله په برګمټال ولسوالۍ کې د کورونو، مواصلاتي لارو او عامه تاسیساتو د زیانمنېدو له کبله، د خلکو ژوند د عادي کېدو لپاره بېړنۍ مرستې اړینې بلل کېږي.

باید یاده شي چې تر دې وړاندې هم د نورستان مرکز پارون کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي
افغانستان

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې
افغانستان

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
افغانستان

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي
افغانستان

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026
برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

اگست 9, 2026
هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه  ۱۵ ټنه  صنعتي کورت تولیدېږي

هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه ۱۵ ټنه صنعتي کورت تولیدېږي

اگست 9, 2026
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist