Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: اسلامي امارت خلکو ته قانع کوونکی کار نه دی کړی

برادر: که اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژندل شي سیمه او نړۍ به یې له بدو اغیزو خوندي پاتې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

د اسلامي امارت د  رئیس الوزرا  مرستیال ملا عبدالغني برادر له ملي تلویزیون سره په خپله مرکه کې پر نړېوالو غږ کړی دی، چې د رسمیت پیژندنې په تړاو یې ټول شرطونه پوره کړي او ا وس یې وخت دی، چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې اقدام وکړي.

 برادر خبرداری هم ورکړی،که اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژندل شي، راتلونکې بدې پایلې به یوازې د دوی تر لمنې نه وې محدودې.

برادر زیاته کړه:« که چېرته ونه پېژندل شي،ستونزې به راشي، نیستي به راشي،خو دا نیستي او ستونزې  به یوازې د افغانستان لپاره نه وي، دا بیا هم د ګاونډیانو  او هم د نړۍ والو لپاره ستونزې زیاتوي.»

د اسلامي امارت لومړي مرستیال دلته د بشري ناورین رامنځته کېدل رد کړل او زیاته یې کړه،چې روان بد اقتصادي وضیعت یوازې پرافغانستان د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو له امله رامنځته شوی دی.

برادر وایي، د افغانستان خلک زغم لري او له دې نه یې په کراتو سخت وضیعت کې ژوند کړی دی.

هغه وايي:« زه اوس خبره وکړم،بشري حقونو ته امریکا درناوی نه لري او که یې موږ نلرو. دوی افغانستان په کوم حال پرېښود. دا اوس د اشرف غني لپاره دا پیسې راغلې وې او که د افغانستان د ملت لپاره راغلې وې.»

ملا  عبدالغني برادر د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې په تړاو وویل، داسې هېڅ ډله نه شته دی،چې ان د افغانستان د یوه کلي نیولو وس دې ولري.

برادر وايي، دوی د هېواد پر ټوله خاوره بشپړه واکمني لري.

هغه زیاتوي:« نور خو موږ په دې باوري یو،چې په ټول افغانستان کومه ساحه ده، دوی به هېڅ د دې توان ونه لري،چې یو کلی له خپل واک او اختیار لاندې راولي، الحمدالله موږ ته چې حالات مالومیږي، دوی نه څه کولی شي،هسې د مډیا پر مخ یو خبره ده.»

برادر د اسلامي امارت سرپرسته کابینه ټول شموله وبلله او په دې اړه یې ټول هغه تورونه هم رد کړل، چې ګواکې کابینه  ټول شموله نه ده.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت کومه ډله نه بلکې د یوه  نظام حیثیت لري.

برادر وايي:« اسلامي امارت د ېوې ډلې حیثیت نه لري، دا د یوه نظام حیثیت لري. تاسې وګورئ،د کوم قوم اقلیت یا اکثریت نشته په کې او کوم قوم داسې پاتې دی،چې هغوی ته د استعداد او د خپل اهلیت دنده  نه وي سپارل شوې.»

ملا عبدالغني برادر د نړیوالې ټولنې له خوا د شویو مرستو مننه وکړه،خو غوښتنه یې وکړه،چې دوی دې په رسمیت وپیژندل شي،تر څو له نړیوالو سره اقتصادي او سوداګریز تعامل ولري.

له دې سره برادر ډاډ ورکړ،چې د هېواد د کانونو په قانوني کېندنې سره به د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او خلک به له اقتصادي ناورین ووځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist