Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د ۲۲ جوړو ډله‌ ییز واده ترسره شو

بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د ۲۲ جوړو ډله‌ ییز واده ترسره شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

بدخشان  ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ په لومړي ځل د هغو ۲۲ جوړو د ډله ‌ییز واده مراسم ترسره شول چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شو کولی په خپل شخصي لګښت د واده مراسم ترسره کړي.

د دې مراسمو ترسره کوونکي وايي، مراسمو ته یې د بدخشان له ۲۸ ولسوالیو یاد شمېر جوړې انتخاب کړې چې اصلي موخه ترې د اسلامي کلتور دود کول او د لوړو مالي لګښتونو مخنیوی دی.

د مراسمو تنظیموونکی احمد جواد فروغ وايي: « زموږ د دې مراسمو زومان او ناوې ګانې د بدخشان له ۲۸ ولسوالیو دي. د ډله ییز واده په دې مراسمو له ۲ میلیونه ۲۰۰ زرو ډېرې افغانۍ لګښت راغلی چې نورو ودونو ته په کتو لږ دی، خو د ګڼو کسانو د ګډ ژوند پیلولو مراسم پرې نیول شوي دي.»   

د مراسمو تنظیموونکی آغامحمد شهراني وايي: « دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په دې ډول مراسمو کې ګډون کوم. زه له انجنیر شبیر احمد احمدي او محترم عبدالهادي ډېره مننه کوم چې له هغو کسانو سره د ګډ ژوند په پيلولو کې مرسته کوي چې له کوژدن کېدو یې کلونه اوښتي، خو د لوړ لګښت له امله واده نه شي کولی. زه له نورو سوداګرو او شتمنو کسانو هم غواړم چې ورته ګامونه پورته کړي.»         

د مراسمو ګډونوال له دې اقدام د خوښۍ ترڅنګ وايي، د ورته مراسمو ترتیبول کولی شي په ټولنو کې د اسلامي کلتور په دودولو کې رغنده رول ولوبوي او له لوړو مالي لګښتونو مخنیوی وکړي.

د مراسمو ګډونوال صدیق الله شاه وايي: « په دې ډله ییز واده کې هڅه شوې چې لګښتونه کم شي، د واده مراسم په ساده بڼه ونیول شي. زه له ټولو شتمنو کسانو غوښتنه کوم چې په دې ډول مراسمو کې ونډه واخلي او د خپلو ځوانانو لاسنیوی وکړي.»

د بدخشان اوسېدونکي وايي، د ورته ګامونو اخیستل په ټولنه کې د یووالي او خوښۍ سبب ګرځي.

 دوی له پانګوالو او سوداګرو غواړي چې له ورته ځوانانو سره دې د هغوی د واده په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د بدخشان اوسېدونکی عبدالعنان وايي: « که د دې خیریه بنسټ په څېر نور سوداګر او شتمن کسان هم ورته پروګرامونه جوړ کړي، دا به ډېر ښه شي.» 

د بدخشان اوسېدونکی عبدالحسین وايي: « نکاح یو سنت امر دی، خو زموږ اکثریت ځوانان بېوزله دي او نه شي کولی د لوړو لګښتونو له امله ګډ ژوند تشکیل کړي. باید د انجنیر شبیر احمد په څېر زموږ نور سوداګر هم هېمت وکړي او دغه شان مراسم ونیسي.»      

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت رهبر د فرمان له مخې، په ودونو کې پر لوړ لګښتونو بندیز لګېدلی؛ هغه ګام چې کولی شي د ډله ‌ییزو ودونو دود عام کړي او د خنډونو په له منځه وړولو سره، ځوانانو ته د اسانه واده کولو زمینه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist