Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: ځواکونه مو افغانستان ته له  ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللي وو

admin by admin
2021/07/10

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، افغانستان ته یې ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تللي وو، نه د ملت جوړونې لپاره.

بایډن ويلي، په تېرو شلو کلونو کې يې ميلياردونه ډالر مصرف کړي، د افغانستان حکومت سقوط نه کوي او په وینا یې، د  نظام  پایښت لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري.

د بایډن په خبره، نږدې ۲۵۰۰ سرتېري يې وژل شوي، له شلو زرو زيات ټپيان شوي او زرګونه نور په رواني ناروغيو اخته شوي او نه غواړي، يو بل نسل يې جګړه کې ښکېل شي.

بایډن زیاته کړه:« دا اوس افغانانو پورې اړه لري،چې د خپل هېواد راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. زه به بل امريکايي نسل افغانستان ته د جګړې په موخه ونه لېږم.»

امریکا او متحدین یې باوري دي، چې په افغانستان کې یې شل کلن پوځي ماموریت بریالی و او خپله موخه یې ترلاسه کړې ده.

بایډن ټینګار کړی،چې له تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه اوس د افغانستان د حکومت او وسله وال پوځ دنده او مسوولیت دی، خو خپلو خبرو کې یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او خپل ډيپلوماټيک حضور به ساتي.

بایډن زیاته کړه:« زموږ په ناسته کې ما افغان ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړ،چې  د افغانستان خلکو لپاره به د امريکا ملاتړ دوام وکړي. موږ به د ښځو حقونو په اړه له غږ پورته کولو سر بېره ملکي او بشري مرستو ته هم دوام ورکړو. زه غواړم، افغانستان کې خپل ډيپلوماټيک حضور وساتم او په دې اړه موږ له خپلو نړيوالو شريکانو سره همغږي کوو.»

ولسمشر بايډن دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې په کور دننه شااوخوا ۲۶ولایتونو کې د افغان ځوکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستی، د سولې خبرې پر ټپه ولاړې دي او افغانان د خپلې راتلونکې په اړه له يوه نامالوم برخليک سره مخامخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist