Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن له نتنیاهو قضایي برخه کې د اصلاحاتو راوستو پریکړې بېرته اخېستو غوښتنه کړې

بایډن: د مارک فریرکس تبادلې پرېکړه ساده نه وه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/21

د اسلامي امارت د بنسټ ګر ملا محمد عمر اخوند نږدې ملګری بشر نورزي له شااوخوا ۱۷ کاله زندان وروسته له ګانتانامو د امریکا د سمندري ځواک د پخواني سرتیري او انجنیر مارک فریرکس سره تبادله کې را خوشی شو. 

مارک چې ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت لخوا نیول شوی و، له نږدې ۳۱ میاشتو زندان له اوږدو خبرو اترو وروسته ازاد او وړمه ورځ امریکایي لوري ته وسپارل شو. 

له دغې تبادلې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن په اعلامیه کې دا ډول پریکړې سخته بللې،خو ویلي دي چې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول پرېکړې ته چمتو دی. 

هغه زیاته کړې:« د مارک خوشيې کولو لپاره د خبرو اترو یوې بریالې حل لارې ستونزمنې پریکړې ته اړتیا درلوده،چې ما ساده نه بلله. که څه هم دا ډول پریکړې اسانه نه دي،خو دا زموږ دنده ده، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې زنداني امریکایي وګړي راخوشې کړو. دا هڅې به تر هغې روانې وي،چې دوی له خپلو کورنیو سره بیا یوځای شوي نه وي.» 

دغه راز بایډن ویلي، دا کار یې په یوازې ځان نه دی کړی او له  نورو بهرنیو همکارانو سره له اوږد مهاله هڅو وروسته بریالي شوي،چې د هغوی له همکاریو مننه کوي.

هغه زیاته کړې:«  د مارک خوشې کول زموږ د حکومت، نورو متحدو حکومتونو او ملکي کارکوونکو له لوري د  کلونو نه ستړي کېدونکو هڅو پایله ده. زه غواړم، له  دوی د ټولو هڅو په خاطر  مننه وکړم.» 

د دې تر څنګ د امریکا  بهرنیو چارو وزیر هم په دې تړاو اعلامیه خپره کړې او ویلي دي،چې مارک خپل کور ته پر لاره دی. 

هغه د خپلو همکارانو په ځانګړي ډول د قطر له حکومته مننه کړې،چې له سختو خبرو اترو وروسته په دې کار بریالي شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:« د  متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخوانی سرتیری مارک فریرکس له دوو کلونو بند وروسته له افغانستانه د خپل کور پر لور روان دی. زموږ د بهرنیو چارو وزارت له ټیم او زموږ د ملي امنیت د نړیوالو متخصصینو او همدارنګه په قطر کې له همکارانو مننه کوم. خپلو خپلوانو ته د مارک بېرته ستنیدل له طالبانو سره د سختوخبرو پایله ده.»

اسلامي امارت هم د بشر نورزي خوشې کېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او ډاډ ورکوي،چې د نړۍ په هر ځای کې چې کوم افغان بندي وي پوښتنه به یې کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د بشر نورزي او فریریکس تبادله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو بللی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist