Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن خپلو ځواکونو ته پر طالبانو د هوايي بریدونو امر کړی

admin by admin
2021/08/08

 پر جوزجان، هرات، هلمند او کندهار ښارونو د طالبانو له ډله ییزو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن پوځ ته امر کړی، چې د طالبانو مورچلې په بي ۵۲ الوتکو په نښه کړي.

د برېټانیا ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې بایډن د طالبانو لاس ته د لویو ښارونو د لوېدو مخنیوي په موخه دا حکم صادر کړی دی.

یاد خبري ویبسایټ د ځینو امریکایي سرچینو له قوله دا هم ویلي، چې یادو الوتکو په دې وروستیو کې په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د ډیلې مېل د راپور له مخې، جو بایډن د امریکا بي-۵۲ او نورو پرمختللو الوتکو ته امر کړی، چې په افغانستان کې هغه طالب وسله وال په نښه کړي، چې پر لویو ښارونو د بریدونو پلان لري.

طالبانو تر دې دمه نیمروز، جوزجان او کندز ښارونه نیولي دي.

کندهار، هلمند او هرات بیا هغه درې نور ولایتونه دي، چې د مرکزونو نیولو لپاره یې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو په شاه تمبولو لپاره ښايي د امریکا هوايي ځواک بي دوه پنځوس او ای سي ۱۳۰ ډوله الوتکې وکار وي.

امریکايي ولسمشر داسې مهال پر طالبانو د بي دوه پنځوس بم غورځونکو الوتکو د بریدونو بیا پیلولو امر کوي، چې طالبانو په شمال او سویل کې پر لویو ښارونو ډله ییز بریدونه وکړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist