Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو برید کورني او نړيوال غبرګونونه راپارولي

بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو برید کورني او نړيوال غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/19

بامیانو کې د جمعې  ورځې وسله‌وال برید، چې بهرني سېلانيان په کې په نښه شوي په کور دننه او بهر غبرګونونه لري او دغه برید ترهګريزعمل بلل شوی.

د مالوماتو له مخې، په دې وسله‌وال بريد کې د درېیو افغانانو په ګډون د اسپانيا درې وګړي، چې سیل په موخه افغانستان ته راغلي وو وژل شوي دي.

اسپانيا هم په باميانو کې د شوي بريد په لړ کې د خپلو اتباعو وژل کېدل تائید کړي او د يادو کسانو انتقال په تړاو يې د بېړنيو کونسلي تدابيرو او هڅو ډاډ ورکړی.

د اسپانیا لومړی وزير پیډرو سانچېز وايي: « په افغانستان کې د اسپانیوي سېلانیانو د وژل کېدو خبر په اورېدو ډېر خواشینی شوم. زه پر وخت وضعیت تعقیبوم. د کونسلګرۍ بېړنۍ څانګه د ټولو اړینو مرستو وړاندې کولو لپاره کار کوي. زه غواړم خپله ټوله مینه د هغو کورنيو او ملګرو ته وړاندې کړم.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توما وېسټ پرسیلانيانو دغه بريد له بزدلانه عمل سره پرتله کړی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره يې غم شريکي کړې.

وېسټ زیاته کړې: « امریکا په بامیانو کې د وسله‌وال برید له امله د ملکي افغانانو او بهرنیو وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګندوي. موږ د هغو په فکر کې یوو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي.»

د افغاسنتان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي: « زه د بامیانو په بازار کې د نن ورځې بزدلانه برید په کلکه غندم. افغانستان ډېر تاوتریخوالی لېدلی دی. زه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم.»

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم دغه بريد ترهګريزعمل ګڼلی او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله څرګنده کړې.

 یوناما وايي:« موږ د افغانستان په بامیانو کې پر بې‌وسلې ملکي وګړو او سېلانیانو د خونړي ترهګریز برید له امله ډېر خواشیني یو. موږ د برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوو او له پېښې وروسته د مرستې غوښتنه کوو.»

کابل کې د اروپایي ټولنې شارژدافېره رافایلا ایودیس وايي: « موږ د افغانستان په بامیانو کې د بهرنیو سېلانیانو پر یوې ډلې وسله‌وال برید په کلکو ټکو غندو. زموږ خواخوږي د هغو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ده، چې په برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا ټپیان شوي دي.»

رویټرز خبري اژانس د اسپانیېا بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې په دې برید کې درې اسپانیوي سېلانیان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا وايي، په پېښه کې د درېیو افغانانو په ګډون درې بهرني وګړي وژل شوي او د درېيو افغانانو په ګډون ۴ تنه بهرني سېلانیان ټپيان شوي دي.

قانع زیاتوي: « د بامیانو په مرکز کې تېره ورځ نامالومه وسله والو پر عامو خلکو ډزې وکړې چې له بده مرغه درې تنه افغان وګړي او درې تنه بهرني سېلانیان ووژل شول. همداراز په دې پېښه کې درې تنه افغان ملکیان او څلور بهرني سېلانیان ټپیان شول. د کورنیو چارو وزارت د دغه جنایت د غندنې ترڅنګ ډاډ ورکوي چې پېښه به په جدي او هراړخیزه توګه وڅېړي، عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د یادونې ده چې پولیسو د دې پېښې د لومړنۍ څېړنې په تړاو کسان نیولي چې په نیول شویو کسانو کې یو ټپي هم دی.»

د غندنو پر دوام پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او د اسپانیا حکومت او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist