Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ا.ا تېر ماښام خپله کابینه اعلان کړه

admin by admin
2021/09/08

طالبانو د اسلامي امارت رئیس الوزرا‌ء ملا محمد حسن اخندزاده اعلان کړ، مولوي عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي مرستیالان ټاکل شوي دي.

طالبانو د دفاع وزارت لپاره د ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوي محمد یعقوب مجاهد، کورنیو چارو وزارت لپاره مولوي سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزارت لپاره مولوي امیر خان متقي، مالیې وزارت لپاره مولوي هدایت الله بدري، پوهنې وزارت ته مولوي نور الله منیر، اطلاعات او کلتور وزارت ته ملا خیر الله خیرخواه، اقتصاد وزارت لپاره قاري دین محمد حنیف، حج او اوقافو وزارت ته مولوي نور محمد ثاقب، عدلیې وزارت لپاره مولوي عبدالحکیم شرعي، سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لپاره ملا نورالله نوري، کلیو بیا رغونې او پراختیا لپاره ملا محمد یونس اخوندزاده، د ارشاد، دعوت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره شیخ محمد خالد، ټولګټو وزارت لپاره ملا عبدالمنان عمري، معادن او پترولیم وزارت لپاره ملا محمد عیسی اخوند، د اوبو او برېښنا وزارت لپاره مولوي عبدالطیف منصور، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت لپاره ملا حمیدالله اخندزاده، د لوړو زده کړو وزارت لپاره مولوي عبدالباقي حقاني، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت لپاره مولوي نجیب الله حقاني، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لپاره خلیل الرحمن حقاني سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.

دغه راز طالبانو د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره مولوي عبدالحق وثیق، د د افغانستان بانک لپاره محمد ادریس، د چارو ادارې لپاره مولوي احمد جان احمدي سرپرست مشران ټاکلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، او ذبیح الله مجاهد بیا د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ټاکل شوي دي.

په ټوله کې دا سرپرسته اداره ده او ښايي نور تغیرات هم په کې راشي.

عامې روغتیا وزارت، کار او ټولنیزو چارو وزارت، سوداګرۍ وزارت، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او داسې نورو وزارتونو ته لاهم څوک نه دي ټاکل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist