Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن د ناروې د کډوالو شورا اندېښمنه کړې او د ياد چلن له امله يې خواشيني ښودلې.

د دې شورا ریيس وايي، په تېرو دوو کالو کې له ګاونډ‌یو هېوادونو افغانستان ته له ۲ میلیونو ډېر کډوال ستانه کړای شوي او ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې دا لړۍ لا پسې پراخه شي.

د یان اېګلنډ په خبره، راستنېدونکي کډوال اوبو، کار، زده کړو او خوندي سرپناه ته جدي اړتیا لري.

اېګلنډ اندېښنه ښودلې چې د بودیجې کمښت له امله د ناروې کډوالو شورا په جلال آباد کې له راستنېدونکو سره مرستې کمې کړې دي.

اېګلنډ په دې اړه ویلي: « یوازې دوو تېرو کالو کې څه باندې ۲ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه کړای شوي دي. ښايي دا لړۍ په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري. راستانه کړای شوي کډوال هېواد ته په راتګ سره د څښاک پاکو اوبو، اسنادو، کاري فرصتونو، ښوونځیو او د مېشتېدنې لپاره د سر پناه ځایونو ته اړتیا لري.»

د ناروې کډوالو  شورا ریيس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک هېر نه کړي او په اوسنيو شرايطو کې ورسره مرستې ډېرې کړي.

اېګلنډ ټينګار کړی چې په بروکسېل کې د افغانستان لپاره د مرسته کوونکو په غونډه کې باید له افغانانو سره د اغېزناکو مرستو ملاتړ ژمنې ترلاسه شي.

د سرپرست حکومت چارواکي بیا په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې ګڼي او غوښتنه کوي چې نړیوال دې له عامو افغانانو سره خپلې مرستې له سیاست سره نه غوټه کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو مرستې نه یوازې نه باید کمې شي بلکې لا باید زیاتې شي. نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې په بشردوستانه اړخ کې له افغانانو سره د مرستې ترڅنګ، په انکشافي او پراختیايي اړخ کې هم مرستې وکړي.»

له دې سره سم، هېواد ته راستانه شوي افغانان له پاکستانه په زور او جبر سره د اخراج له امله شکایت کوي او له مرستندویه سازمانونو او سرپرست حکومت د لاسنیوي غوښتنه کوي.

له پاکستانه راستون شوی کډوال وايي: « باید زموږ د تعلیم پوښتنه وشي، له موږ سره ماشومان شته دي او باید د زده کړو زمینه ورته برابره شي. بله خبره د سرپناه ده، موږ دلته هېڅ ځای او کور نه لرو. موږ پوښتنه وکړه په کابل کې د یوه کور کرایه له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانیو ده. باید د دې پوښتنه وشي.»

د کډوالو حقونو فعالان هم په ګاونډویو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت پېچلی بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ دې نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرستې ته قانع کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « که د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او مرسته ونه شي، بیا ځل به غیر قانوني مهاجرت ته مخه کړي.»   

د سیاسي چارو کارپوهان بيا پاکستان تورنوي چې تل افغان کډوال د سیاسي فشار په توګه کاروي او د اسلام‌اباد دغه تاکتيک د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زيان بولي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د مرستو کموالی د بشري اندېښنو او نړیوالو بحرانونو له امله دی. اسلامي امارت باید د باور فضا جوړه کړي، اسانتیاوې برابرې کړي او شفافیت رامنځته کړي.»

له دې وړاندې سرپرست حکومت څو ځله په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو وضعیت د بدلون په موخه د هڅو ډاډ ورکړی او همدارنګه یې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او کډوالۍ د نړیوالو اصولو له مخې چلن غوره کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) وروستيو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستانه په خپله خوښه یا جبري توګه څه باندې ۳.۴ مېلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist