Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اېن.ار.سي: افغانستان کې د ښځينه کارکوونکو نه شتون کې چارو ته دوام نه شو ورکولی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/14

د افغانستان لپاره د ناروې کډوالۍ شورا د کندهار علماوو شورا ته یو  ليک استولی،چې په کې د اسلامي امارات له لورې د ښځو د زده کړو او کار بندیز په اړه پريکړه حيرانونکې بلل شوې.

د ناروې کډوالۍ شورا مشر يان اېګلنډ په استولې ليک کې ويلي،چې د اسلامي امارت مشران هغو ژمنو ته ژمن نه دې پاتې شوي،چې له نړيوالې ټولنې سره يې کړې وې.

په ليږل شوې ليک کې  ویل شوي،چې د ناروې کډوالۍ ادارې خپلو کار ځايونو کې د ښځېنه وو ټول هغه اصول مراعت کړې وو،چې حکومت يې غوښتنه لرله. 

د ليک یوه برخه:« زه حیران شوم،چې کله مې د ښځو د زده کړو بنديز او بشر دوستانه کارکونکو بنديزونه وليدل، ځکه،چې ستاسې طالب استازو د ۲۰۲۱ زيږديز کال د اګسټ وروسته په دوحه،اسلام اباد ، اوسلو او کابل کې لهموږ سره څو ځله ژمنې کړې وې،چې په افغانستان کې به ښځو ته د زده کړو او کار زمينه په هغه صورت کې برابروي،چې د ښځو حجاب، محرم او جلا څانګې په پام کې نيول شوې وي. موږ دا هر څه مراعت کړل، طالبانو زموږ په دفترونو کې د څارنې په مهال کومه ستونزه نه ده موندلې او نه يې هم موږ ته د دې پريکړې په اړه خبرداری راکړی دی.» 

د ناروې کډوالۍ شورا په لیک کې ویل شوي،چې په خپل اداري تشکيل کې ۴۷۰ ښځينه کارکونکې لري او له  دوی پرته نه شې کولی،چې د نارينه کارکوونکو په پواسطه افغان مېرمنو ته بشري مرستې ورسوي او دا کړنه يې د افغاني ټولنې د دودونو او کلتور خلاف بللې ده.

د  ليک یوه برخه:« له ۴۷۰  ښځينه کار کوونکو پرته،چې  زموږ په سازمان کې له ډېرو کلونو راهيسې کار کوي،  نه شو کولی،۷۰۰ زرو هغو افغانانو ته د خوړو، اوبو، روغتيا او سرپناه برخه کې بېړنۍ مرستې وروسو،چې د يخ ،لوږې او د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي. موږ دا هم نه شو کولی،چې د نارينه کارکونکو پواسطه اړمنو افغان مېرمنو ته مرستې ورسو، ځکه دا د افغانانو د دودنو او کلتور خلاف عمل دی او له همدې امله موږ خپل کارونه د لنډ مهال لپاره بند کړې دي.» 

همدا راز  د کندهار علماوو شورا ته په استولې ليک کې له اسلامي امارت غوښتنه شوې، چې  په غیر دولتې ادارو کې ښځينه کارونکو ته  د کار کولو او افغان  نجونو ته د زده کړو حق او اجازه ورکړي.

د لیک یوه برخه:«موږ اوس د يوه نوې فرمان د صادريدو غوښتنه کوو،چې  ښځينه کارکوونکو ته زموږ په ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي، بیا هم ژمنه کوو،چې د افغانستان ټول دوديز اصول او مقررات عملي کوو. موږ د يوه بل فرمان غوښتنه کوو،چې په اساس يې فغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.» 

په کور دننه د نظر خاوندان بیا له حکومته غواړي،چې د نړيوالو موسسو هغو غوښتنو ته جدې پاملرنه وکړي،چې د اسلامي اصولو او افغاني مقرراتو سره په تضاد کې نه وي.

دوي زياتوي، که چيرې نړيوالې موسيسې په افغانستان کې خپل کارونه ودروي،نو اقتصادي بحران رامنځته کيدلی شي.

پلان کې وه،چې د افغانستان لپاره د ناروې ګډوالۍ شورا مشر یان اېګلنډ کندهار ولايت ته سفر وکړي او د ياد ولايت د والي په شمول د علماوو شورا سره ناسته ترسره کړي، خو يادې ادرې مشر په خپاره کړې ليک کې ويلي،چې د خرابې هوا له امله يې ونشو کولی چې سفر ته دوام ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist