Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېن‌آر‌سي افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې له شدید کمښت خبره ورکړی

اېن‌آر‌سي افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې له شدید کمښت خبره ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/11

د ناروې کډوالو شورا(اېن‌آر‌سي) افغانستان کې د اوږد مهاله حل لارو او بیارغونې د ملاتړ لپاره د پراختیایي پانګونې غوښتنه کړې.

دغې شورا په یوه راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره مانا لرونکی تعامل رامنځته کړي، ترڅو بشري مرستې د سیاسي مسایلو ښکار نه شي.

د دې شورا عمومي منشي، یان ایګلنډ ویلي، افغانستان کې د بشري بحران د حل همدا یوازینۍ لار ده چې په پلي کولو سره به یې هغه زیانمنې ټولنې مرستې ترلاسه کړي چې د ژوند جوړولو لپاره ورته اړتیا لري.

د ناروې کډوالو شورا عمومي منشي ویلي: « د ناروې کډوالو شورا په افغانستان کې د اوږدمهاله حل‌لارو او بیا رغونې د ملاتړ لپاره د پراختیايي پانګونې زیاتېدو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې، نړیواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره په مانا لرونکي ډول تعامل وکړي، ترڅو بشري مرستې او د اساسي خدمتونو وړاندې کول د سیاسي مسایلو له امله اغېزمن نه شي او زیان‌منې ټولنې وکولی شي هغه مرستې ترلاسه کړي چې د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره ورته اړتیا لري.»

د دې شورا عمومي منشي دغه راز ویلي، په ۲۰۲۱کال د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون کلنی پلان نږدې ۹۶سلنه تمویل شوی و، خو په ۲۰۲۵کال دا کچه ۴۲سلنو ته راټیټه شوه او د روان کال لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۶سلنه برابره شوې.

د ناروې کډوالو شورا لیکلي، په داسې حال کې چې عام افغانان له سختېدونکي بشري وضعیت سره مخ دي، له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو هم څه باندې شپږ میلیونه کډوال راستانه شوي چې دې کار هم افغانستان کې بشري بحران لا ژور کړی.

په تېرو پنځو کلونو کې وروسته له هغې چې لوېدیځو هېوادونو له افغانستانه خپل ځواکونه، ډېپلوماټان او پراختیايي ادارې و ایستلې، نړۍ له افغانانو مخ ګرځولی.

د ناروې کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ په دې اړه وايي: « د ناټو هېوادونو له افغان ملکي وګړو مخ اړولی. موږ په داسې وضعیت کې ځان لا زیات یوازې وینو چې په افغانستان کې اړتیاوې مخ په ډېرېدو دی او د مرستو لپاره د بودیجې کمښت له امله، بشري مرستندویه ادارې اړې دي چې بې‌کوره او له لوږې سره مخ افغان کورنیو ته د خواړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي مرستو کچه راټیټه کړي.»

یادې شورا په خپل راپور کې دا هم ویلي چې تکراري اقلیمي ناورینونه، سیمه‌ییز کړکېچونه، د بشري او پراختیايي مرستو په بودیجه کې د پام وړ کموالي میلیونونه افغانان د ژوند د دوام لپاره له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

یان ایګنډ  وړاندې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته هم اشاره کړې او وايي، دا راستانه شوي افغانان له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او دوی باید هر څه له صفر څخه پیل کړي.

د ناروې کډوالو شورا وړاندې د ځینو سرچینو په حواله لیکي، ۷۳ سلنه راستانه شوي افغانان له بې کارۍ ځوریږي، حال دا چې کاري فرصتونه هم خورا محدود دي.

یان ایګلنډ په دې اړه ویلي: « سرپناه او د معیشت ملاتړ د راستنېدونکو لپاره تر ټولو مهمې اړتیاوې دي. د مرستو  لپاره د بودیجې کمېدو له امله، ډېری کورنۍ له مناسبې سرپناه محرومې دي او ان خپلو ماشومانو ته د خواړو برابرولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.»

د ناروې کډوالو شورا ادعا کړې چې افغان چارواکي پر راستنېدونکو کډوالو د ځمکو د وېش له لارې د هغوی د بیا مېشتېدو ستونزه حل کول غواړي، خو د راستنېدونکو زیات شمېر، د ځمکو د وېش بهیر پېچلتیا، د کافي پانګونې نه شتوالي او د اساسي خدمتونو کمښت له امله، د راستنېدونکو بریالی ادغام له جدي خنډونو سره مخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist