Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایمل ولي خان: پاکستان امریکا ته  د دوو پوځي اډو لپاره ځای ورکوي.

admin by admin
2021/05/31

په کوزه پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند ولایتي مشر ایمل ولي خان وایي، د پاکستان حکومت له امریکا متحده ایالتو سره منلې ده،چې پر کور دننه به دوو پوځي اډو لپاره ځای ورکوي.

ولي خان وایي، طالبان د افغانستان په ګډون پاکستان ته هم ګواښ دي، نو اړتیا ده چې دواړه حکومتونه یاده ستونزه پرر ګډه هواره کړي.

 د خان په خبره،دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د امریکامتحده ایالتو ته په خپله خاوره کې اډې ورکوي.

خان زیاته کړه: « د پرویز مشرف واکمنۍ پر مهال هم پاکستان د امریکا متحده ایالتو ته د اډو ورکړه نه منله، خو وروسته بیا موږ ولېدل،چې د امریکا متحده ایالتو له لوري  یو ټیلیفون هره څه بدل کړل. هغوی ته اډې ورکړل شوې.»

هغه وایي،مالومات یې ښیي،چې دا دوه اډې به په بلوچستان او پښتونخوا سیمو کې جوړیږي،چې د کره ځایونو په اړه به یې هم راتلونکې کې جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د عوامي نشنل ګوند دا مشر زیاتوي،چې پاکستان به نه یوازې پر دې پریکړې سره خپله خپلواکي زیانمنه کړي،بلکې له چین سره به یې هم اړېکې خړې پړې شي.

ولي خان وايي: « د پاکستان دننه د امریکامتحده ایالتو ته د پوځي اډو  ورکړه، به له چین سره هم د دوی اړېکې ترېنګلې کړي.دا ځکه چین پر دې پوهېږي،چې د امریکا متحده ایالتو راتلوونکی هدف چین دی.»

له دې سره  ولي خان د پاکستان او افغانستان اړیکو په تړاو وویل، نه یوازې په اوس کې نازکې دي، بلکې په وینا یې دا اړیکې له تېرو څلویښتو کلونو راهیسي ښې نه وې.

هغه وایې، اوس یې وخت دی،چې شته ستونزو سره پر ګډه مبارزه وشي.

ایمل ولي خان زیاته کړه:«  اوس د دې وخت دی،چې شته ستونزې پر ګډه سره هوارې شي. طالب یوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه دی، بلکې زموږ له پاره هم ګواښ دی. »

ایمل ولي خان د عوامي نشنل ګوند په استازولۍ د پاکستان حکومت ته په وړاندیز کې وایي، که امریکایانو ته د اډو ورکولو نیت لري،نو پارلمان ته دې مراجعه وکړي.

ولي خان وایي، دا اډې به په ټوله کې پاکستان او په ځانګړې ډول د پښتونخوا او بلوچستان خلک تر ټولو ډېر زیانمن کړي.

د ایمل ولي خان دا څرګندونې لا لومړۍ دي او شونې ده،په پښتونخوا کې د پاکستان او امریکا دا ګډ پوځي تاسیاست نور غبرګونونه هم له ځانه سره ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist