Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د دې پولې پرانستل کولی شي افغانستان ته لوی اقتصادي فرصتونه برابر کړي او چین ته د افغانستان، ایران او منځني ختیځ پر لور مستقیمه ځمکنۍ لار پرانیزي.

ایرو ایشیا رسنۍ په دې اړه د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي، په ۲۰۲۳میلادي کال په کابل کې د افغانستان لپاره د چین سفیر ژاو شینګ خپل کار پیل کړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره ناسته وکړه.

اسلامي امارت له هغه وخت راهیسې له چین څخه د افغانستان او چین ترمنځ د پولې پرانستلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي چې  ښايي په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

د چین له خوا  داسې یو اقدام کولی شي د یوه داسې سوداګریز دهلېز جوړېدو زمینه برابره کړي چې د چین له ختیځ سمندرګي څخه تر فارس خلیج پورې وغځېږي.

د ایرو ایشیا رسنۍ د تحلیل یوه برخه کې راغلي: « چین او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره یوازې یوه لار لري چې هغه د واخان دهلېز دی. دغه دهلېز له ډېرې پخوا راهیسې د چین له خوا تړل شوی دی.»

ایرو ایشیا لیکي، په دې تړاو که څه هم د چین چلن محتاطانه وو، خو په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې یې د افغانستان پولې ته نږدې سنلینک په نوم د نوې ولسوالۍ یا اداري واحد جوړول د چین د ارادې څرګندويي کوي.

دې رسنۍ وړاندې په دې تړاو د یوه شنونکي فیلیپ ایسي نظر راخستې او  لیکلي یې دي چې د سنلینګ ولسوالۍ جوړېدل ښايي د سیمه‌ییز ادغام د پراخ بهیر برخه وي او د «واخان دهلېز » د سړک جوړولو لپاره د چین سټراټیژیک نیت څرګند کړي.

رسنۍ دغه راز زیاته کړې، که دا سړک  جوړ شي، نو افغانستان او چین به له نږدې یوې پېړۍ وروسته یو ځل بیا سره ونښلول شي.

په تحلیل کې دغه راز زیاته شوې: « د چین له خوا دغه اداري بدلون ښايي له افغانستان او له هغه هاخوا له مرکزي اسیا سره د چین د لا زیات ادغام د پلان نښه وي.»

ایرو  ایشیا وړاندې لیکي، د افغانستان اوسني حکومت لپاره د افغانستان او چین ترمنځ د پولې پرانستل یو ملي لومړیتوب دی او  کابل کولی شي بېجینګ ته دا استدلال وړاندې کړي چې د واخان له لارې د پولې پرانیستل به چین له منځني ختیځ سره ونښلوي.

د دوی په خبره، ښايي د کابل هڅو هم تر یوه حده نتیجه ورکړې وي؛ ځکه چې د بدخشان ولایت چارواکو ویلي، د چین سفیر دوی ته ډاډ ورکړی چې د چین حکومت به د واخان لارې د جوړولو طرحه تایید کړي.

د افغانستان او چین ترمنځ د پولې پرانستلو په اړه دا تحلیل داسې مهال خپور شوی او د دې لارې سیمه ییزو ګټو ته یې اشاره کړې چې افغانستان لا د مخه د واخان سړک جوړولو کار پیل کړی او تر ډېره یې چارې هم بشپړې شوې دي.

اکثریت اقتصادي شنونکي د دې لارې پرانستلو ته خوشبینه دي او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پرانستل او د مستقیم تګ راتګ زمینې برابرېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په بې ساري توګه زیاته کړي.

دوی دا هم وايي چې له دې سره به افغانستان په یوه ټرانزیټي هېواد بدل شي او له دې درکه به هم کافي عواید ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist