Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

ایران یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/27

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو په اړه د غوښتنو پر دوام، ايراني چارواکو يو ځل بيا خپله تېره غوښتنه مطر کړې او په افغانستان کې يې د يوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې د افغاني ټولنې ټول اقشار په کې ونډه ولري. 

د افغانستان لپاره د ايران ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د ايران په قم کې د افغانانو يوې غونډې ته، چې د دې هېواد مخکېني ولسمشر ابراهيم رئيسي پر ياد جوړه شوې وه ويلي، د بن پخواني کنفرانس پرېکړې ته د ورګرځېدو يوازنۍ لاره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل دي.

قمي زیاته کړې:« موږ د افغانستان له نویو حاکمانو سره د تعامل ترڅنګ، هغوی ته خپلې مشورې هم ورکوو. د ټولو قومونو له صالحو کسانو تشکيل شوی دولت کولی شي، چې په افغانستان د سیاسي ثبات او د بیارغونې د پیل رمز واوسي. د ایران اسلامي جمهوریت همدا ډول سیاست پرمخ وړي.»

خو کابل بيا د نظام څرنګوالی او په کې د افرادو ته د ونډې ورکول له افغانانو پرته د هېڅ هېواد اړوند مساله نه ګڼي.

چارواکي وايي، د ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانانو کورنۍ مساله ده او له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« افغانستان کې ټولګډونه حکومت موجود دی، په دې اړه افغانان خپله تصمیم نیسي. دا د افغانانو تصامیمو پورې اړه لري. نور هېوادونه باید خپلې اړیکې د یوه هېواد په بڼه له موږ سره تنظیم کړي.» 

قمي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې امریکا په افغانستان کې د لاسوهنې او د بې ثباتۍ رامنځته کولو پر هڅو تورنه کړې او داعش یې د دغه هېواد پروژه وبلله.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، نړۍ دې له سرپرست حکومت سره په خپلواکه توګه مثبت تعامل وکړي او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې په چارو کې دې يې له بهر لاسونه وشي.

هغه زیاتوي :« موضوع دا ده چې دوی له موږ سره په اقتصادي او ډیپلوماتېکه برخه کې لکه څرنګه چې ښه روان دي، هغې ته دوام ورکړي. بل دا ده چې د افغانستان کورني موضوعات د افغانستان خلک خپلې ګټې حس کوي او پوهېږي، چې ګټه یې په څه کې ده. زموږ اوسني حکومت کې هم ټول اقوام په کې دي، ټول اقشار په کې دي او د هر ولایت خلک په کې دي او په بېلابېلو برخو کې کار او خدمت کوي او د نظام برخه دي. په دې اړه تشوېش پر ځای نه ده.»

 

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په افغانستان کې د ایران او نړیوالو له لوري د ټولګډونه حکومت له جوړېدو موخه په ياد تشکيل کې د خپلې خوښې افرادو ځای پر ځای کول دي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:«دا یوازې د ایران وړاندیز نه دی، بلکې د پاکستان او سیمې پر کچه د هېوادونو او زبرځواکو هېوادونو وړاندیز همدا دی چې دوی غواړي په افغانستان کې داسې یو نظام وي، چې د دوی جاسوسان، د دوی تربیه شوي غړي په هغه نظام کې موجود وي او ځای پر ځای یې کړي او دوی مستقیم حضور د همدغو جاسوسانو له ادرسه د افغانستان دولت دننه کې حضور ولري.»

ايران له دې وړاندې هم څو ځله د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې، خو له تېر سره د اوسنۍ غوښتنې توپېء په دې کې دی، چې د ټولګډون حکومت رامنځته کول يې په ۲۰۰۱ کې د ترسره شوي بن کنفرانس د پرېکړې په اساس غوښتي.

د يادې پرېکړې له مخې، له اسلامي امارت پرته د افغانستان داخلي جګړې ټول مخالف جهتونه په يوه سياسي چوکاټ کې راټول او مخکېنی حکومت يې تشکيل کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist