Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران یو ځل بيا د هلمند سیند اوبو کې د حق آبې غوښتنه کړې

ایران یو ځل بيا د هلمند سیند اوبو کې د حق آبې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/08

د ایران بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د هلمند سیند په اوبو کې د خپلې حق ‌آبې غوښتنه کړې او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې په دې برخه کې د۱۳۵۱ هجري لمریز کال تړون، نړیوالو او عرفي حقونو ته ژمن پاتې شي.

د ایراني چارواکو په خبره، د دې حقوقي مسالې د حل په موخه یې په کراتو د افغانستان له حکومتونو سره خبرې کړې دي.

دوی په هرات کې د پاشدان او سلما بندونو جوړېدو ته په اشارې ویلي، د اوبو له منابعو ګټه اخیستنه باید داسې ډول ونه شي چې د ایران حقه او عرفي حقونو او چاپېریال ته زیان ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي: « دا هغه موضوع ده چې موږ په خپلو کارونو کې لومړیتوب ورکوو او تل مو ویلي، له افغانستان چې کومې اوبه د زرګونو یا میلیونونو کلونو راهیسې ایران ته بهېږي، نو د دې لپاره په ځينو مواردو کې ځانګړي اسناد لرو او پر یو شمېر نور مسایلو کې د نړیوالو عرفي حقونو حقدار یو او همدارنګه د ګاونډيتوب له مخې هم باید دغو اصولو ته پام وشي.»

څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د ایران د اوبو مدیریت ادارې د پاشدان او سلما اوبو بندونو جوړولو په غبرګون کې ویلي و چې له دې سره به د طبیعي اوبو جریان کم شي او په مشهد کې به کرنيزو ځمکو ته جدي ګواښ پېښ کړي.

د ایراني چارواکو د دغو اندېښنو په اړه مو د بهرنیو چارو، اوبو او انرژۍ وزارتونو له مسوولینو سره مکررې اړیکې وکړې، خو ځواب یې رانه کړ.

له دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو کابل کې د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ګاونډي هېوادونه دې د اوبو په تړاو هر ډول اندېښنې له سرپرست حکومت سره شریکې کړي، ترڅو معقول ځواب تر لاسه کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وايي: « موږ چې کوم بندونه جوړوو، د دې لپاره یې نه جوړوو چې خپلو ګاونډیانو ته ستونزې جوړې کړو یا یې له خپلو حقونو بې برخې کړو. موږ ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې موږ به د خپلو اوبو مدیریت په داسې شکل کوو چې نه د دوی حقوق تلف شي او نه هم زموږ حقوق. موږ زیاتې داسې سیمې لرو چې خپل هېوادوال مو کډه کولو ته اړ شوي، ځکه چې هلته د اوبو مدیریت نه دی شوی. موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو یوه احترامانه غوښتنه لرو. غوښتنه مو دا ده چې په میډیا کې د خپلو اندېښنو بیانولو پر ځای، له موږ سره مخامخ اړیکه ونیسي، ترڅو موږ د دوی حقه حقونه وروسپارو.»

د اوبو مديريت برخې متخصصین وايي، سرپرست حکومت دې د اوبو مدیریت لپاره داسې مکانېزم رامنځته کړي چې حقونه په کې رعایت شي او خپل حقه حقونه په بشپړ ډول په کې خوندي کړي.

 

د اوبو د تنظيم متخصص صفي‌الله عزیزي وايي: « د اوبو مهارول زموږ عزت دی، همدا اوبه دي چې موږ ته یې هر شی راکړي او موږ حق لرو چې خپلې اوبه زېرمه کړو. که چېرې ایران د اضافي حق آبې غوښتنه کوي، باید بیه یې پرې کړي. په نړیوال بازار کې د هر مترمکعب اوبو بیه ۷ ډالره ښودل شوې او ایران هم باید دا بیه پرې کړي. که دوی پيسې نه ورکوي، باید په بدل کې یې موږ ته تېل راکړل شي.»

له هلمند سیند ایران ته د حق آبې ورکړې تړون په ۱۳۵۱ ل کال کې د افغانستان د وخت صدراعظم موسی شفیق او د ایران د وخت صدراعظم امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی چې افغانستان به د کال ۸۲۰ ميليونه مترمکعب اوبه ایران ته ورکوي، خو په تړون کې ایران ته د بهېدونکو اوبو پر سر د بندونو نه جوړولو پر سر هېڅ ډول رسمي سند وجود نه لري. 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له امله د هلمند په سیند کې د اوبو کچه کمه شوې چې له امله یې د ایران ټاکل شوې حق ‌آبه نه شي پوره کېدای.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist