افغانستان ته له ایران نه د ورځې ۲۰۰ روږدي کسان داخلېږي.
افغانستان ته له ایران څخه هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ روږدي کسان داخلیږي.
د نیمروز والي ویلي، هغه کسان چې له ايران څخه بیرته افغانستان ته راشړل کېږي، په دوى کې د ورځې له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې معتادين هم افغانستان ته راړول کېږي.
والي ویلي، نیمروز کې د روږدو د درملنې یو ځانګړی مرکز فعال و، چې اوس د اقتصادي کمزورۍ له امله په ټپه ولاړ دی او دوی د روږدو درملنه نه شي کولی.
ايران تر اوسه د افغانانو او د هغوى په منځ کې د روږدو کسانو د راشړلو په اړه څه نه دي ویلي.











