Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د یوه افغان په ګډون شپږ تنه اعدام شوي

ایران کې د یوه افغان په ګډون شپږ تنه اعدام شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

د ایران په زندانونو کې د افغان کډوالو د اعدامولو په دوام، دغه هېواد یو ځل بیا د یوه افغان په ګډون شپږ تنه  اعدام کړي.

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان د مالوماتو له مخې، په اعدام شويو کسانو کې د سیستان- بلوچستان دوه تنه زنداني اوسېدونکي هم شامل دي.

د دغه سازمان له لوري په تازه خپاره شوي راپور راغلي، په اعدام شویو کسانو کې ظاهر صفري د افغانستان، محمود شهرکي او رضا دارو د ایران د سیستان او بلوچستان د زابل اوسېدونکي او مجید قادري د مشهد اوسېدونکي ښودل شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون د سیستان او بلوچستان دوه بندیان او درې تنه نور بندیان د نشه ‌يي توکو او نورو تورونو له امله په دار ځړول شوي دي. په دغو اعدام شویو بندیانو کې د څلورو تنو هویت تثبیت شوی چې نومونه یې محمود شهرکي او محمد رضا داور دواړه د سیستان او بلوچستان، ظهیر صفري د افغانستان او مجید قادري د مشهد اوسېدونکی دي.»

څو ورځې مخکې د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقونو يوه بل سازمان ویلي و چې تېره میاشت ۹ تنه افغانان په ایران کې اعدام شوي او هلته د بندي افغانانو د اعدامونو کچه مخ په لوړېدو ده او په تېرو درېیو کلونو کې د اعدام شویو افغانانو شمېر۹۱ تنو ته رسېدلی.

له دې سره همهاله، د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په ایران، پاکستان او ترکیې کې د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې یوازې د ملګرو ملتونو په سازمان کې حل کېدای شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « اسلامي امارت په ایران کې په پرله پسې د بې وسه افغانانو د اعدامونو په اړه له ایرانیانو سره خورا جدي خبرې وکړي. افغانان چې د نړۍ په هر ځای کې ژوند کوي، د اسلامي امارت دنده ده چې له هغوی ملاتړ وکړي.»    

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا په ګاونډیو هېوادنو کې د افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښیې او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په کوربه هېوادونو کې یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د افغانانو نیول، ځورول او بالاخره اعدامول اوج ته رسېدلي او له بده مرغه دغه مساله کولی شي د دواړو هېوادونو او سیمې پر اړیکو منفي اغېز وکړي. د افغانستان خلک تمه لري چې که افغان وګړي په ایران کې په جرم لاس پورې کوي او جرم یې د درې ګونو محکمو له خوا ثابت شي، باید ایران یې اعدان نه کړي بلکې افغانستان ته یې وسپاري، ترڅو خپله پاتې سزا په افغانستان کې تېره کړي.»   

شاوخوا دوې ورځې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي و چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري را شړل زيات شوي، خو په خبره یې د يادې کمېټې مسوولين د کمېسيون د رهبري په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته بریالي شوي چې د راستنو شويو افغانانو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist