Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

ایران کې د افغان کډوالو وژنه؛ د اسلامي امارت څېړنې لاهم نه دي بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/24

له هغې وروسته، چې د ايران بشري حقونو سازمان حال وش د ايراني ځواکونو له لوري کلاګان سيمه کې د لسګونه افغانانو د وژلو خبر ورکړ، ورسره سم په دې اړه په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپورته شول او لاهم دوام لري.

د دې غبرګونو په لړ کې د اسلامي امارت کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين پر مشرۍ تحقيقاتي پلاوی وګوماره، څو د پېښې واقعيتونه مالوم کړي.

خو د پلاوي له ګومارل کېدو د څو ورځو په تېرېدو سربېره لاهم په دې اړه د شوو څېړنو لومړني مالومات نه دي علني شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پلټنې نه دي بشپړې شوې او د پېښې مالومولو لپاره يې هغه کسان له نورو هېوادونو بېرته را غوښتې، چې په دې سیمه کې یې تګ راتګ کړی.

مجاهد په دې  اړه وايي:« هو! اوس هم د هغې کمېټې کار روان دی، لا نهايي شوی نه دی. تاسو پوهېږئ چې دلته کومې ادعاوې شوې وې، هغو ځېنو خلکو ته اړتیا وه چې هغه په دغه سیمه کې د تګ راتګ په حال کې وو، یا یې تګ راتګ کړی وه، نو هغه په لرې پرتو سیمو، ان له نورو هېوادونو مو راوستي او  د پېښې په اړه به اسلامي امارت ته مالومات ورکړي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ارشد معینیت پر سرپرستۍ باندې دا هیت ټاکل شوی، لا یې هم تحقیقات روان دي،انشا الله چې تحقیقات نهايي شي، بشپړ جزییات به هم شریک کړو.»

ملګرو ملتونو، امريکا، اسټراليا او يو شمېر نورو هېوادونو دغه پېښه بوږنوونکې بللې او له امله يې پر ايران نيوکې کړې دي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان نیوکه کوي چې سرپرست حکومت  يوه مسوول حقوقي شخص په توګه د خپلو اتباعو د وژل کېدو واقعيت مالومولو لپاره بېړنی غبرګون نه دی ښودلی او اړتيا ده، چې د اتباعو پر وړاندې د مکلفيت اصول تعقيب شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«  د هر حکومت تاریخي رسالت او مسوولیت لري چې له خپلو اتباعو دفاع او ملاتړ وکړي. د دغو ۲۶۰ هېوادوالو شهادت یو جنایت وه چې ایران ترسره کړ، خو اسلامي امارت په عاجله بڼه غبرګون ښکاره نه کړ. د نورو هېوادونو اتباع چې په کوم بل هېواد کې ورته کومه ستونزه پېښه شي، حکومت یې په ۲۴ ساعتونو کې د ستونزې پوښتنه او د خپل هغه اتباع دفاع کوي.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي چې  د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دغه ډول پېښې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو منفي اغېز پرېښودلی شي او خبره یې اړتیا ده، چې ګاونډي هېوادونه د افغانانو پر وړاندې نور د کډوالۍ نړۍوال اصول له پښو لاندې نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« یقینا دا منفي تاثیرات اچوي، د خلکو په نظریاتو کې مفني فکرونه راټوکېږي. زه پاکستان او ایران ته وایم. پاکستانه! ته هم له هند سره ښې اړیکې نه لرې. ایرانه! ته هم له نړۍ سره او په ځانګړي ډول له اسراییلو او امریکا سره ښې اړیکې نه لرې، که سبا پر تا باندې دا حال راشي، ته به بیا موږ ته اړ یې. دا خو داسې نه ده، غر په غر نه ورځي، خو انسان په انسان ورځي. هېله دا ده، څنګه چې پزشکیان ویلي، یو اقتصادي زون په خپلو کې رامنځته کړو، لکه پاکستان، افغانستان، ایران او منځنی اسیا هېوادونه، دا ډېره ښه ده، لکه د اروپا په څېر یوه ګډه وېزه رامنځته کړو.» 

دغه پېښه وړمه یکشنبه د شپې د ايران سيستان-بلوچستان اړوند کلګان سیمې په غرونو کې رامنځته شوې، چې مخابراتي خدمات په کې کمزوري او د نړیوالو مسوولو سازمانونو له پوښښ لرې ده.

د بشري حقونو فعلان ایران تورنوي، چې د پېښې د پټولو هڅه يې کړې او په دې توګه يې د بشري جنايت تله درنه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist