Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران ژمنه کړې چې نږدې راتلونکي کې سلګونه افغان بندیان افغانستان ته انتقال کوي

ایران ژمنه کړې چې نږدې راتلونکي کې سلګونه افغان بندیان افغانستان ته انتقال کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمنان (حقاني) پر مشرۍ قضايي پلاوي د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب آبادي سره په کتنه کې، اعدام  یوه تعزیري سزا بللې او زیاته کړې یې ده چې په تعزیري سزا ګانو کې د اسلام دین قاضي ته یو لړ صلاحیتونه ورکړي دي.

 نوموړي د ایران د محاکمو له مسوولینو غوښتي چې پر اعدام له محکومو افغان بندیانو سره د اسلامي اخوت له مخي نرمي وکړي او د حسن تعامل له مخې دې د اعدام  پرځای بدیلې لارې ولټوي.

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي: « دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي پلاوي د شنبې په ورځ تهران کې د ایران د بندخونو د تعلمي او روزنیزو چارو له رییس او نورو مسوولینو سره پر کتنو سربېره د ماشومان له بندخونې (قانون اصلاح و تربیت) هم لیدنه وکړه. دوی د بندخونو وضعیت له نږدې وکاته او له ایراني مسوولینو یې وغوښتل چې د افغان بندیانو او په ځانګړې توګه کم عمره بندیانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي. همدارنګه په بدني، تعلیمي او حرفه يي برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي افغان حکومت ته په ایران کې د بندي افغانانو اړوند دوسیو سپارل او د هغوی د وضعیت په اړه مالومات تر لاسه کول، د افغانستان د سرپرست حکومت مشروغ حق بولي او دا کار د افغان کډوالو د قانوني وضعیت ښه کولو او د دوی لپاره د خدماتو او مرستو د چمتو کولو لپاره یو نېک اقدام ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « په ایران کې بندي افغانان که چېرې د سترې محکمې له خوا په سزا محکومېږي، دا کار باید په افغانستان کې وشي. دا ښکاره خبره ده چې د اسلامي اصولو، انساني حقونو او ګاونډیتوب د اصولو له پلوه د تایید وړ بولم چې د افغانستان اتباع د افغانستان قضايي ادارو ته وسپارل شي.»

ځینې نور بیا د ایراني لوري  پر څرګندونو بې باوره دي او د افغان کډووالو د ژغورنې یوازینۍ لاره هېواد ته د دوی بېرته را ستنېدل بولي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په کور دننه دوی ته د مېشتېدنې زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپو توریالی ځاځی وايي: « ایران سږ کال په دې هېواد کې ۷۵ تنه افغان مهاجران اعدام کړي دي. دغه عمل د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی. که دوی ځان ته مسلمان وايي او انسانانو ته درناوی لري، نو د حق تله باید لاس کې ونیسي او عدالت پلی کړي. خو دوی تش په نوم مسلمان دي او په خبرو یې باور په کار نه دی.»

په دې لیدنه کې افغان پلاوي له ایراني چارواکوسره په  دې اړه هم خبرې کړې چې د افغان بندیانو په او ځانګړي توګه په اعدام د محکومو بندیانو لېست د افغانستان له حکومت سره شریک کړي، دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د زده کړو، کار او نور هغه حقونه تأمین کړي چې شریعت ورکړي.

همدارنګه غوښتنه شوې چې له محکمې پرته باید افغان کډوال ونه نیول شي او له ځورولو یې ‌ډډه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist