Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړيوالو بنسټونو غزني ولایت کې د  دوو کسانو اعدام ته غبرګون ښودلی

ایران يو ځل بیا دوه تنه افغان وګړي اعدام کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو په دوام، ایراني چارواکو یو ځل بیا دوه تنه نور افغانان هم اعدام کړل.

د هه نګاو په نوم د دې هېواد د بشر حقوقونو یوه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ایرانې چارواکو د تېرې جمعې په ورځ (د مرغومي پر ۲۱ مه) د دوو افغانانو په شمول، پنځه تنه اعدام کړي دي.

راپور کې ویل شوې، ياد دوه تنه افغانان د قتل په قضيو کې په لاس لرلو تورن وو او د محکمې له پريکړې وروسته اعدام شول.

د راپور یوه برخه: « دغه دوه تنه افغانان چې د کرج ښار په قزالحصار زندان کې اعدام شول، یو يي د امان الله تاجیک په نوم وو چې په قتل تورن و او څه موده وړاندې پرې د اعدام حکم شوی و. د دویم اعدام شوي کس هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.»

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني چارواکي افغان کډوال اعداموي بلکې له دې وړاندې هم یاد سازمان په خپلو خپرو کړیو راپورونو کې د ایرانې چارواکو له ورته اعدامونو پرده پورته کړې وه.

اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د تازه اعدامونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیاسي چارو شنونکي بیا غوښتنه لري چې ایران دې په دا ډول غیر انساني کړنو سره د افغانانو زغم نه ازمايي او له ورته اعدامونو او ځورونو دې لاس واخلي.

د سیاسې چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « امارت اسلامي باید له نړیوالو سره تعامل وکړي، یو مالي پاکېټ په افغانستان کې رامنځته کړي، ملي یوالی او ملي وحدت جوړ کړي، ترڅو نړیوال دوی پر رسمیت وپېژني، په نړیوالو هېوادونو د اسلامي امارت غږ واورېدل شي او په ملګرو ملتونو کې د دوی استازی د ایران او پاکستان د دغو جنایتونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.»

د بشري حقونو افغان مدافعين بیا د ایرانې چارواکو دا کړنې د افغان کډوالو پر وړاندې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي او له اسلامي امارت غواړي چې د ایران د ورته ظلمونو پر وړاندې غلی پاتې نه شي.

د سیاسې چارو شنونکی خليل احمد نادم وايي: « د ایران کړنې د هېڅ ډول بشري اصولو پر بنسټ ولاړې نه دي. کوم چلن او ظلم چې دوی یې له افغان مهاجرو سره کوي، نه یې په اسلامي نړۍ کې څوک کوي، نه په غیر اسلامي نړۍ کې او نه هم دا انساني عمل دی. په ایران کې د افغانانو اعدامونه له ټولو نړیوالو اصولو سره خلاف دي.»

د ایراني رسنیو د راپورونو پربنسټ، په تېر یوه کال کې د دې هېواد په بېلابېلو زندانونو کې شاوخوا ۷۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په توراعدام شوي.

په داسي حال کې چې د هه نګاو سازمان په ځلونو ویلي چې ډېری افغان زندانيان مدافع وکیلانو ته لاس رسی نه لري او اجازه نه ورکول کېږي چې پر دوی د لګول شويو تورنو دفاع وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist