Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایران له افغانستان سره ګډې پولې ته څېرمه اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/27

په هرات کې د ایراني او افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د پولې پرسر له شخړې وروسته ایران په سرحدي سیمه اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي او زغروال ټانکونه او درنې وسلې یې هم ګډې پولې ته رانږدې کړي  دي.

د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي،چې دغه هېواد د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستیو جنجالونو او د ناقانونه افغان کډوالو وراوښتو اندیښمن کړی دی او په همدې موخه یې د پولې امنیت کلکل کړی دی.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری  وايي:« ایران له افغانستان په درېیو برخو کې اندیښنه لري، د داعش جنګیالیوپه تړاو،د غیرقانوني افغان کډوالو په تړاو او د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ  د وروستۍ نښتې له امله اندیښنه لري. طالبان باید ایران ته  د نه خطر هر راز ډاډ ورکړي.» 

خو اسلامي امارت ټینګار کوي،چې چاته اجازه نه ورکوي،ترڅو د افغانستان خاوره د ګاونډیو او یاهم د بل هېواد پرضد وکاروي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، ایران هم د نورو ګاونډیو په څېر له افغانستان سره زړه دښمني پالي او اوس په دې پلمه،چې له سرحده ساتنه کوي، افغان لوري ته خپل نظامي زور ښودنه کوي.

 د پوځي د چارو شنونکی سرور نیازی وايي:«  اصلي خبره داده،چې اوس ایران غواړي،په دې بهانه باندې چې موږ د خپلو پولو امنیت نیسو او بار بار یې خپلې پوستې د افغانستان خاورې ته راوړاندې کړې او اوس غواړي،چې قدرت نمايي وکړي،چې موږ منظم پوځ لرو او موږ کولای شو،چې په افغانستان کې هغه څه ترسره کړو،چې زړه موغواړي.» 

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي، یوه اندیښنه داهم ده،چې ایران غواړي،هغه پخواني افغان سیاسیون،چې  د جمهوریت له سقوط سره دغه هېواد ته ورغلي،د خپلو ګټو او اهدافو لپاره یې وکاروي.

شینواري زیاته کړه:« هغه پخواني سیاسیون،چې اوس ایران ته کډوال شوي دي،کیدای شي ایران له دوی نه د افغانستان د ناامنیه کیدو لپاره په راتلونکي کې د طالبانو پرضد ترې ګټه واخلي.» 

څو ورځې وړاندې د افغانستان سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتو ترمنځ اسلام‌ کلا سرحد کې هغه مهال نښتنه رامنځته شوه،چې افغان لوري یاده سیمه کې د سړک جوړولو کار پيل کړ،خو په دغه نښته کې یو لوري ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ایران او پاکستان هغه ګاونډیان،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یې تل لاسوهنه کړې او په دې وروستیو کې یې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

 د پاکستان الوتکو په ښکاره پر افغان خاوره تیری وکړ او لسګونه ښځو او ماشومانو ته یې مرګ ژوبله واړوله،خو ایران بیا په خپله خاوره کې سلګونه کډوال شکنجه او په زندانونو ته واچول.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist