Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران له افغانستان او ترکمنستان سره پر پولو تاسیسات جوړوي

ایران له افغانستان او ترکمنستان سره پر پولو تاسیسات جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/02

ایراني رسنیو د دغه هېواد  چارواکو له خولې خبر ورکړی چې ایران غواړي له افغانستان او ترکمنستان هېوادونو سره پر ګډې پولې موانع جوړې کړي.

د راپورونو له مخې، ایران به څه باندې ۳۰۰ کیلو مټره  له افغانستان سره پر ګډې پولې او څه باندې ۵۰۰ کیلومټره به له ترکمنستان سره پر ګډې پولې تاسیسات جوړ کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، په ایران کې  له څو وروستیو بریدونو را په دېخوا تهران د خپلو وګړو امنیت ته اندېښمن دی اوغواړي چې له دې ډول اقداماتو سره د خپلو ولسونو اندېښنې له منځه یوسي.

دوی وايي، د ایران دغه تصمیم د هېوادونو د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دی او له دې سره به د ترهګرۍ ، ناقانونه سوداګرۍ او همداراز د انساني او نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی هم وشي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سرور نیازی وايي: « هر هېواد حق لري چې په خپله خاوره کې د امنیت د راوستلو لپاره خپلو سرحدونو ته پاملرنه وکړي، د خپلو سرحدونو تحکیماتو او استقاماتو ته توجو وکړي. زما په نظر دا د هېوادونو پر ګته ده، ځکه دلته چې کومې ترهګریزې ډلې یا کوم غیر قانوني کاروبار چې د هېوادونو ترمنځ شتون لري هغه له منځه ځي او د امنیت په ټیګښت کې ډېر رول لري.»

ځېنې نور بیا په دې باور دی چې له یوې خوا ایران له هر لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی او له بل خوا بیا په سیستان او بلوچستان کې جدايي غوښتونکې ډلې هم لري او د دغو اندېښنو د له منځه وړلو په موخه یې دغه ډول اقداماتو ته مخه کړې ده.

د دوی په خبره، په هغه صورت کې چې دغه تاسیسات د هېوادونو ترمنځ رسمي سوداګري ټکنۍ نه کړي نو د ایران خپله خاوره ده او خپل کار یې دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي: « د ایران حکومت له بېلا‌بېلو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې په کرمان او د شاه څراغ پر زیارت بریدونه یې د یادونې وړ دي، همداراز هغوی په سیستان او بلوچستان کې جدايي غوښتونکې ډلې لري؛ خو دا سرحدات چې دوی جوړوي په هغه صورت کې چې د هېوادونو ترمنځ سوداګري زیانمنه نه کړي نو ستونزه نه لري، دا یې خپل کار دی.»

د ایران د دغه تصمیم پر وړاندې د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ټینګار بیا دا دی چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

اسلامي امارت له خپل پلوه نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به ورته هېڅ ډول ګواښ متوجې نه وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت وايي: « اسلامي امارت په ځلونو ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ چا پر ضد ونه کارول شي او هېڅ بهرنۍ ډلې ته به دلته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي. موږ یو ځل بیا د نړۍ او سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د دوی په خلاف نه کارول کېږي او نه به له دې خاورې دوی ته کوم ګواښ متوجې وي. د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونه توانېدلې دي چې داعش چې یوه نړیواله پدیده ده په افغانستان کې دغه پدیده وځپي.»

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو سره پر ګډې پولې د تاسیساتو  جوړولو لپاره د ایران ولسمشر درې ملیارده ډالرو بودیجه منظور کړې؛ خو دا لا نه ده په ډاګه شوې چې چارې به یې کله او له کوم هېواد سره له ګډې پولې پیل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist