Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران د افغانانو اعدامولو په دوام، دا ځل یوه افغانه ښځه او خاوند اعدام کړي

ایران د افغانانو اعدامولو په دوام، دا ځل یوه افغانه ښځه او خاوند اعدام کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

د عامو افغانانو پر شکايتونو او غوښتنو سربېره هم ايران د افغان وګړو له اعدامولو لاس نه دی اخیستی او تقریبا ً هره میاشت یو شمېر افغانان اعداموي.

د هه نګاو په نوم د ايران د بشري حقونو يوه سازمان تازه موندنې ښيي چې دې هېواد کې دوه افغانان چې ښځه او خاوند دي، تازه اعدام شوي دي.

د ياد سازمان په راپور کې دغه کسان د افغانستان د هرات ولایت ګڼل شوي او نومونه یې حديقه ابادي او يونس مزارشمس ياد شوي چې تېره پنج ‌شنبه د قزوين ولایت په یوه زندان کې اعدام شوي.

د هه نګاو د معلوماتو له مخې، دوی دواړه څلور کاله وړاندې د ايران له لوري د نشه‌ يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوي وو.

د ايران د بشري حقونو سازمان وړاندې ویلي: « حدیقه ابادي او د هغې خاوند یونس مزارشمس چې څلور کاله وړاندې په ایران کې د نشه‌ يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو، د پنج ‌شنبې په سهار د قزوین ولایت په چوبین در زندان کې اعدام شول. دواړه د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکي وو چې له تېرو۲۰ کلونو راهیسې د ایران په تالقان کرج ښار کې اوسېدل.»

د هه نګاو د راپور له مخې، له دې جوړې څلور اولادونه هم پاتې دي چې د افغانانو د اخراج په لړ کې له ايرانه افغانستان ته شړل شوي.

د حکومت وياندويان په دې اړه شمشاد ته څه نه وايي، خو شنونکي د ايران دا کار له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې په ايران کې د افغانانو د اعدام ستونزه جدي تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې په دې اړه عکس العمل وښيي او د خپلو وګړو پوښتنه وکړي. که چېرې اسلامي امارت او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د دې پوښتنه نه کوي، نو په افغان کډوالو به نوره سختي او ستونزې راځي.»

ځينې نور شنونکي بیا وايي، د ایران په شمول د نړۍ ډېری هېوادونه له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي او د مخنيوي لپاره يې نړيوال سازمانونه مکلف دي چې پر ايران فشار راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی  فیض محمد ځلاند وايي: « دوی له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانانو پر وړاندې دوه رنګه او منافقانه سیاست پرمخ وړي، د افغان کډوالو نړیوال حقوق نه مراعتوي، د ایران په داخل کې ورسره ډېره بده رویه کوي او بشري حقونه یې نقضوي. افغانان په ایران کې د زده کړو، کار او د شخصي ملکیتونو او تشبثاتو اجازه نه لري.»

د چارو شنونکی  شهسوار سنګروال وايي: « اسلامي امارت باید په دې اړه جدي غبرګون وښيي او دا ورته په ډاګه کړي چې په ایران کې په اعدام محکوم شویو افغانانو په اړه باید د افغانستان له حکومت یا هم په ایران کې د افغانستان له سفارت سره خبرې وشي.»

د هه نګاو او حال ‌وش په نوم د ايران د بشري حقونو جلاوطنه سازمانونو د شمېر له مخې، په روان ۱۴۰۴ کال کې هلته له ۱۰۰ زیات افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي، هغه چې د عامو افغانانو په خبره د افغانستان حکومت يې بايد د مخنيوي لپاره اقدام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist