Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران دوه تنه افغانان اعدام کړي

ایران دوه تنه افغانان اعدام کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/01

ډېری وختونه په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر ايران او پاکستان نیوکه کېږي چې له افغانانو سره زور زیاتی کوي او په بېلابېلو بهانو یې زندانونو ته اچوي.

خو په يوه تازه اقدام کې ايران پر دوو هغو افغان وګړو د اعدام حکم تطبيق کړی چې دغلته له مودې راهيسې بنديان ول.

د ایران بشر حقوقونو سازمان په دې اړه یوه راپور کې ويلي، ایراني چارواکو د تېرې شنبې پر ورځ دوه تنه افغانان  چی جرم یې لا تر اوسه مالوم نه دی، د ایران په (کرج) زندان کې اعدام کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د حقوقي نورمونو له مخې د جرم ارتکاب په صورت کې مرتکب کس بايد په خپل هېواد کې د کړې جرم سزا وويني او په خبره يې، هېڅ هېواد حق نه لري چې د نورو هېوادونو وګړي په خپلسري توګه مجازات او يا يې اعدام کړي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له هېواد بهر د ټولو افغان وګړو سياسي او ټولنيز حقونه خوندي کړي.

د سیاسي  چارو کارپوه سمیر انګار وايي: « د نړیوالو اړیکو او قوانینو پر بنسټ مجرم باید په خپل هېواد کې قصاص شي. اسلامي امارت ته په کار ده چې هر افغان وګړی چې هر چېرته ژوند کوي د هغه د حق او حقوقو پوښتنه وکړي او له حقه یې دفاع وکړي.»

بل خوا بهرنیو چارو وزارت په ايران کې د تازه اعدام شویو افغانانو په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې د ایران له زندانونو څخه یې تر اوسه شاوخوا ۱۶۵۹ کسان چې په زیاترو یې د اوږد عمر قید ختلی و، ازاد کړي او پر یو شمیر نورو افغان زندانیانو چی د اعدام حکم ختلی، هېواد ته يې د را انتقال په موخه له ايراني چارواکو سره خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدضیاء تکل وایي: « له ایرانه د افغانستان اسلامي امارت په هڅو ۱۶۵۹ تنه افغان زندانیان چې ځېني یې د اوږد عمر په بند محکوم وو؛ راخوشې شوې دي او د اعدام پر جزا د محکومو کسانو په اړه هم جدي هڅې روانې دي او ځېنو ته د اسلامي امارت په هڅو عفوه شوې او ځېنې نورو په اړه هم امیدونه شته، چې له اعدامېدو خلاصون ومومي او ان شاءالله نه به اعدامېږي.»

دا په داسی حال کی ده، چی ایران د روان ۱۴۰۲ کال د لېندۍ پر ۱۳مه د فاروق په نوم یو افغان ځوان چې د هرات د غوریانو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ایراني پولیسو یو کال وړاندې د نشه‌يي توکو په تور نیولی و او اعدام يې کړ. په يوه بله قضيه کې یاد هیواد د روان ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې هم دری تنه افغانان اعدام کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist