Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران تېرو شپږو میاشتوکې لسګونه افغانان اعدام کړي

ایران تېرو شپږو میاشتوکې لسګونه افغانان اعدام کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/06

په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په تړاو پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دې هېواد پوليسو  د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوال نيولي او ځانګړو پنډغالو ته يې  لېږدوي.

د همدې وېډيوګانو په استناد د حال ‌وش په نوم د ايران د بشري حقونو  یوه سازمان ويلي، د ذاهدان، الغدیر ښار په یوه پنډغالي کې زرګونه افغانان له سختې لوږې او تندې سره مخ دي.

حال ‌وش اندېښنه ښودلې، که په پنډغالو کې اچول شویو افغانانو ته رسېدنه ونه شي، د يوه ناورين د رامنځته کېدو احتمال شته.

حال ‌وش په دې اړه ویلي: « د ذاهدان په الغدیر کمپ کې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په داسې حال کې ساتل کېږي چې نه خوراکي توکو او نه هم روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د اوبو له نه شتوالي او شدیدې ګرمۍ سره لاس او ګرېوان دي.  په دې کډوالو کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي نارینه شامل دي.»

د حال ‌وش سازمان په خبره، له ياد شمېر افغان کډوالو سره په ذاهدان کې مېشتو بلوڅو یوه اندازه د خوراکي توکو مرسته کړې، خو بسنه نه کوي.

په  ورته مهال، د هنګاو په نوم د ایران بشري حقونو یوه بل سازمان ادعا کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران له لوري لسګونه افغانان اعدام شوي دي.

د يادې ادعا له مخې، ايران د روان ۲۰۲۵ کال له پيل تر اوسه په بېلابېلو زندانونو کې په ټولیز ډول شاوخوا ۶۱۷ کسان اعدام کړې چې له ډلې يې۴۰ تنه افغانان دي.

د هنګاو په راپور کې زياته شوې، ایراني چارواکو دغه افغانان په داسې حال کې اعدام کړي چې نه د مدافع وکیل نيولو او نه هم له خپلو کورنیو سره د وروستي ځل لپاره د ليدو اجازه ورکړل شوې.

د راپور یوه برخه: « د اعدام شویو زندانیانو له ډلې ۹۱ کردان، ۷۹ بلوڅان، ۷۶ لوران، ۶۵ترکان، ۲۶ګیلکان، ۱۴ عربان،  ۷ترکمنان، ۲سیستاني دي، خو د ۱۵۹تنه اعدام شویو زندانیان په اړه دقیق معلومات نه دي تر لاسه شوي. همدارنګه په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ تنه افغانان هم د ایران په زندانونو کې اعدام شوي.»

سرپرست حکومت که څه هم د ايران د بشري حقونو د يادو سازمانونو د ادعاوو په اړه څه نه وايي، خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوازې د هغو افغانانو شمېرې په ډاګه کوي چې په وروستيو کې له ايران راستانه شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني وايي: «         د دوی له جملې څخه ۳۳۸ زره ۸۹۵ تنه له ایران، ۱۲ زره ۴۶۹ تنه له پاکستان او ۳۷۲ تنه له ترکیې هېواد څخه راستانه شوي دي.»

په ورته مهال،  د کډوالو حقونو فعالان بیا وايي، ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي او له کورونو په زور او جبر ایستل کېږي.

 دوی وايي، ایراني چارواکي له کډوالو سره د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل کوي او باید ملګري ملتونه روانې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د کډوالو حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « په ایران هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب شوی او هره ورځ لسګونه زره کډوال افغانستان ته اخراج کېږي چې ډېر یې له ناوړه چلنده او تعصب سره مخ دي. تعلیم، روغتیا او قانوني خدمات محدود دي او ډېری کورنۍ له جبر او بې سرپناهۍ او بېوزلۍ سره مخ دي.»

ایران کې یو تن افغان کډوال وايي: « زموږ صاحبکاران په وخت پیسې نه راکوي، ښار ته نه شو وتلی، آزاد نه شو ګرځېدلی، قانوني اسناد مو نه منل کېږي او له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

له بلې خوا، د چارو شنونکي وايي، ایران د یوه اسلامې او ګاونډي هېواد په توګه باید له افغان کډوالو سره دا ډول ظلم او زیاتی ونه کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د حکومت په توګه دې له افغان کډوالو سره د ایران د ناوړه چلن مخه ونيسي.

د سیاسي چارو شنونکی  محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « په کار ده چې د افغانستان اوسنی دولت د دوی پوښتنه وکړي. یوازې ایران نه دی بلکې ټول ګاونډي هېوادونه له افغان مهاجرانو سره ظلم او زیاتی کوي او د دوی شتمنۍ یې ترې کنګل کړې دي.»

له دې وړاندې هم له افغان کډوالو سره په ايران کې د ناوړه چلن راپورونه ورکړل شوي، خو په یاد هېواد کې د اسراییلو له برید وروسته ورسره د ایراني پولیسو له لوري ناوړه چلن څو برابره زيات شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist