Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

ایران او پاکستان تېره اوونۍ زرګونه افغان کډوال پر زوره را ایستلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

په افغانستان کې د بېکارۍ زیاتېدو او اقتصادي ناورین پراخېدو له امله د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان په ګډون، د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د افغانانو کډوالۍ بهیر ورځ تر بلي زیاتېږي.

په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو د افغان کډوالو پر وړاندې خپل نرم دريځ سخت کړی او د افغانانو پر وړاندې له زور زیاتي او ان سختو شکنجو کار اخلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ایران او پاکستان شاوخوا ۲۰ زره افغان کډواول نیولي او په زور یې له خپلو هېوادونو را ایستلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې له نرمښت او زغم کار واخلي، ترڅو هغوی په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

حقاني زیاتوي:« په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستان شاوخوا ۱ زر۲۳۰ کورنۍ خپل هېواد ته را ستنې شوې،چې څه د پاسه ۲۱ زره کسان کېږي. د دغو کسانو ډېره برخه په جبري ډول را ایستل شوي او لږ شمېر یې په خپله خوښه راغلي.»

د کډوالو برخې حقونو فعالان وايي، په ايران کې د افغانانو وضعت له نږدې څاري او په خبره يې د تېر په پرتله د ایراني چارواکو چلن له افغان کډوالو سره څو برابره سخت شوی.

دوی زیاتوي، د ایران پوليس افغانان نيسي، شکنجه کوي یې او بیا یې په زور را شړي.

د دوی په خبره، د ایران پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې افغانانو ته کار ورنه کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « له دې خبرداري وروسته شپه او ورځ د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهل کېږي او زرګونه تنه نیول کېږي. بله خوا، د ایران په ځینو سیمو کې ولسي ایراني وګړو هم له افغان کډوالو سره ناوړه چلن\ زیات کړی. اوس مهال افغان کډوال په ایران کې له نا څرګند برخلیک سره مخامخ دي او ورسره څنګ کې له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دي.»

بله خوا، په پاکستان کې هم د کډوالو د حقونو مدافعان د افغان کډوالو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي، پاکستاني پولیسو له وړاندې د افغانانو په اړه سخت دریځ درلوده، خو په خبره يې په دې وروستیو کې يي ناوړه چلن څو برابره زیات شوی.

د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « افغان کډوال دا مهال په پاکستان کې خورا کړکېچن وضعیت لري. هره ورځ د شپې او ورځې د پولیسو له خوا نیول کېږي، ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي. حتا داسې کسان هم نیول کېږي چې قانوني اسناد ورسره وي. که چېرې د پاکستان حکومت دا ځل په دویم پړاو کې هم افغان کډوال په زور او جبر سره له پاکستانه وباسي، دا به یو لوی ناورین رامنځته کړي.»

‌ورته مهال، د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۶۴ زره ۹۵۰ تنه افغانستان ته ستانه کړل شوي، خو ۷۲ زره ۶۲۴ تنه له افغانستانه دغو هېوادونو ته ورغلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې  دا شمېرې له افغانستانه د خلکو د تللو په کچه کې۱۱ سلنه زیاتوالي ښيي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راشړلو په کچه کې د زیاتوالي ادعا داسې مهال ده چې له اروپايي هېوادونو هم د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ پيل شوې او په لړ کې یې دوه ورځې وړاندې جرمني هېواد لسګونه افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته را ویستل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist