Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: د راتلونکي کال تر پایه به ټول افغان کډوال له ایرانه وایستل شي

ایراني چارواکي: د راتلونکي کال تر پایه به ټول افغان کډوال له ایرانه وایستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

له تېرو څو میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول ایراني چارواکو په دې نامه چې نور په خپل هېواد کې غیر قانوني کډوال نه پرېږدي، د افغان کډوالو د شړلو ګواښ کړی.

د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سمنان ولایت د مرستیال والي مهدي اقابراري له قوله لیکلي، د ۱۴۰۴ کال تر پایه له دې ولایت څخه د ټولو بهرنیو اتباعو راټولول پلان شوي دي.

همدارنګه اقابراري د خپل هېواد لوړ پوړو چارواکو له خولې ویلي، ایران نور نه شي کولی افغان کډوالو ته پناه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« د املاکو او معاملاتو لارښوونې دفترونه حق نه لري چې له دغو کسانو سره همکاري وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلن سره مخ شي. په تېرو څو لسیزو کې افغان کډوال په ډله ییزه توګه ایران ته ننوتي او په مختلفو برخو کې یې ستونزې جوړې کړې دي.»

همدا تېره اوونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ هم اعلان وکړ چې ایران به د روان کال تر پایه دوه میلیونه افغان کډوال وباسي.

په ایران کې د عامه نظم پولیسو عمومي قوماندان احمد رادان څه موده مخکې ویلي و چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه هغه بهرنیان له ایرانه وباسي چې په دې هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نه لري.

ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا پر مشرۍ د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو او واک ته د اسلامي امارت له راسېدو وروسته، ډېر ځوانان بېکاره شول.

پراخه بېوزلي او اقتصادي ستونزو ګڼ شمېر افغان ځوانان اړ کړل چې د کار په لټه کې په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته مخه کړي.

تازه له ایران دوه تنه راستانه شوي افغانان بیا د ایراني پولیسو ناړوه چلنده په اړه شکایت کوي، خو په خبره یې، خپل هېواد ته له راستنېدو هم خوښ نه دي، ځکه چې کار او روزګار نه لري.

له ایرانه راستون شوی افغان محمد رضا وايي: « سره له دې چې ما ایران کې د اوسېدلو شین کارت درلود خو بیا یې هم بې اسنادو وګڼلم او اخراج یې کړم. د لارې په اوږدو کې له موږ سره بد چلن وشو او ټوله لار یې کنځل راته کول. لنډه دا چې افغانانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. اوس افغانستان ته راغلم، خو دلته هم د کار زمینه نه شته او مجبور یم چې په قاچاقي یا هم قانوني بڼه بهر ته لاړ شم.»

 له ایران راستون شوی افغان محمد حسین وايي: « زه یې له کار ځای ونیولم، پاسپورټ او اسناد یې راته وڅیرل او له پولې یې را تېر کړم.»

د سرپرست حکومت چارواکي له ایران د افغان کډوالو د ایستل کېدو په اړه څه نه وایي، خو په تېر کې یې بیا د نړۍ او سیمې له هېوادونو غوښتي چې دغو کډوالو ته په خپله خوښه او په عزت سره د ستنېدو فرصت ورکړي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې د هغو افغان کډوالو پناه ځای پاتې شوی چې له خپل هېواده د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله کډه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist