Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

ایراني چارواکي وایي، د افغانستان او یران تر منځ د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقالات په بې‌ساري ډول زیات شوي او په خبره یې، اوس مهال دغه لاره د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ډېره مهمه ده.

د ایران د اورګاډي پټیلو ادارې ریيس جبار علي ذاکري ویلي، د اورګاډي پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان سوداګریزې اړیکې منظمې او لا پیاوړې شوې دي.

ځينو ایراني رسنیو د نوموړي له قوله ویلي، افغانستان ته د ایران د صادراتو لویه برخه ودانیز توکي، پولاد او د اوسپنې بېلابېل محصولات جوړوي.

د ایران اورګاډي پټلیو اجراییوي ریيس جبار علي ذاکري ویلي: « د روان کال په مرغومي میاشت کې د افغانستان او ایران ترمنځ نږدې ۹۴زره ټنه انتقالات شوي او تمه ده چې دا کچه په سلواغې میاشت کې ۱۲۰زره ټنو ته لوړه شي. زموږ موخه دا ده چې په راتلونکو درېیو تر څلورو میاشتو کې د انتقالاتو میاشتنۍ کچه ۲۰۰زره ټنو ته ورسېږي.»

د نوموړي په خبره، یادې موخې ته د رسېدو لپاره د زېربناوو پراختیا پیل شوې او ټاکل شوې چې د افغانستان په خاوره کې د روزنک او رباط‌پریان تمځایونه د یوه ایراني شرکت په همکارۍ پراخ شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اورګاډي تمځایونو او زېربناوو پیاوړتیا به نه یوازې د بار لېږدولو ظرفیت لوړ کړي بلکې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې به لا ټینګې او پراخې کړي.

افغان سوداګر هم له ایران سره د اورګاډي پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد ګټور بولي او وایي، افغان سوداګر کولی شي د ایران له لارې افغان اروپا سره هم وصل شي.

سوداګر             نبي افغان وايي: « موږ کولی شو د ایران له لارې اروپا، ترکیې او د خلیج هېوادونو ته تګ راتګ وکړو. اورګاډی په ټرانسپورټ او ټرانزیټ کې هغه دویمه وسیله ده چې ارزانه، په لږ وخت کې او مخامخ توګه توکي لېږدولی شي. د اورګاډي کرښو له لارې ایران نښلېدل، دې برخې ته پوره پاملرنه کول او پانګونه جلبول به له ګټو خالي نه وي.»

ایراني رسنیو هم د دې هېواد د اورګاډي پټلیو اجراییوي ریيس له خولې لیکلي، د ایراني توکو ترڅنګ د اماراتو، کوېټ او روسیې د نفتي محصولاتو ټرانزیټي جوپې هم د ایران د رېل کرښو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د اقتصادي چارو څارونکي بیا اوس مهال د افغان سوداګرو او سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ځای ایران یو بې‌بدیله او غوره انتخاب بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدیونس ځدراڼ وايي: « د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې له هغه وروسته ښې ثابتې شوې چې پاکستان سره لارې وتړل شوې. دا یو ډېره ښه زېری دی چې د ایران حکومت غواړي د رېل پټلیو له لارې افغانستان سره واردات او صادرات زیات کړي.»

کابو دوې میاشتې وړاندې په کابل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د اورګاډي پټلیو د پراختیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

هغه مهال د ایران د اورګاډي پټلیو ادارې رییس ویلي و چې غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي، ترڅو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له سټراټيژیک موقعیت څخه په استفادې له اروپا سره وصل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist