Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایتوا: لویه څارنوالي دې د ټاکنو مسوولین وپوښتي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/06

په ټاکنو د څار بنسټ له حکومت او لویې څارنوالۍ وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي د مدیریتي ضعف له امله تر پوښتنو لاندې ونیسي.

ایتوا چې په تېرو پارلماني ټاکنو يې څار کړی، رسنیو ته ویلي، ټاکنې له هر اړخیزو ستونزو سره مخ وې او پکار ده چې ولسمشر مسؤولین وپوښتي.

ایتوا وايي، ټاکنیزه پروسه له بې نظمۍ سره مخ وه او په ځينو برخو کې د قانون خلاف پرېکړې وشوې.

د پارلماني ټاکنو له ترسراوي څو ورځې تېرېږي چې په دغه پروسه په ټاکنو د څار بنسټونو نیوکې لا هم شته.

په ټاکنو د څار بنسټ ایتوا د تېرو ټاکنو په تړاو څېړنه کړې چې دا پروسه یې ناکامه بللې.

ایتوا وايي، ټاکنیزه پروسه کې ډېرې ستونزې وې او د ضعیف مدیریت له امله حکومت مسؤلین تر پوښتنو لاندې ونیسي.

د ایتوا د موندنو له مخې ۲۴۸۲ سلنه مرکزونه ته د چې د ټولو نږدې نیمايي برخه کېږي، له بې نظمۍ سره مخ وو، کارمندان پکې نه او یا هم مواد نه وو ورته رسېدلي.
ایتوا وايي په پروسه کې د بې نظمۍ او ناسم مدیریت له امله په شرایطو برابر کسان د رای ورکولو له حق بې برخې شول.

دغه بنسټ تور پرورې کړ چې کمېسیون د بایومتریک په پېرلو کې هم درغلي کړې او زیات بایومتریک دستګاوې له دویم هېواد راوړل شوي چې قرار داد کې نه وو.

دغه راز ایتوا وايي چې د ټاکنو په ورځ ډېره درغلي په هغه مرکزونو کې شوې چې بایومتریک هلته کار نه کاوو.

له دې سره کمېسیون بحث کړی او پنځه داسې رییسان یې په نښه کړي چې بې غوري یې کړې او لوی څارنوالۍ ته به یې ور وپيژني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist