Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ايران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د هه‌نګاو په نوم د ايران بشري حقونو څار يوه سازمان ویلي، د ایران حکومت یو ځل بیا درې تنه افغانان په دار ځړولي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، په ایران کې بشري وضعیت له نږدې څاري او د دوی د معلوماتو له مخې، دې هېواد له تېرو لسو ورځو راهیسې  د ۳ افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړي دي.

د هه‌نګاو د راپور له مخې، اعدام‌شوي کسان د ايران حکومت له لوري د قتل او نشه‌يي توکو د کاروبار په تور نیول شوي وو.

په ایران کې د بشري حقونو څار اداره، هه‌نګاو زیاتوي: « د ایران د تایباد په زندان کې د مراد عزیزي په نوم یو افغان وګړی چې د هرات اوسېدونکی و، په دار وځړول شوی. هغه له تېرو درېيو کلونو راهیسې د تایباد په زندان کې په اعدام محکوم و. هم‌مهاله دوه نور افغانان هم اعدام شوي دي. دا دوه افغانان ۲۳ کلن سیف‌الدین مهربان او ۲۵ کلن نامق کسروي د بغلان ولایت اوسېدونکي وو.»

ایران تر دې مخکې هم په بندخونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه افغانان اعدام کړي وو چې وخت ناوخت یې د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.

د چارو څارونکي هم په ایران کې د افغانانو اعدامېدل غندي او وایي، دا هېواد په تېرو څو کلونو کې په ډېرو عادي مسایلو هم افغانان اعدام کړي. د دوی په خبره، ایران تل له افغانانو سره د نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف چلن کړی.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « ایران او پر دې هېواد واکمن اخوندان په ډېر بد حالت کې دي، منزوي شوي او تر فشارونو لاندې دي. زما باور دا دی چې ایران ښايي د افغانانو د اعدامولو او له دې هېواد څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ لا چټکه کړي.»

ایران داسې مهال درې نور افغانان اعدام کړي چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره په سیاسي ډګر کې اړيکې ورځ تر بلې د نږدې کېدو په لور روانې دي.

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، ایران تل له افغانستان سره د خپلو ګټو په خاطر اړيکې پاللې دي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې یې بیا ناسم چلن ته ادامه ورکړې ده.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « دا چې ایران غواړي افغانستان ته ځان نږدې کړي او اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، دا کار د خپل ځان د امنیت او خوندیتوب او دغه راز له غربي هېوادونو سره د سیالۍ  لپاره کوي. دا په داسې حال کې ده چې موږ وینو دوی له خپلو ګټو نه تېرېږي او لاهم د افغانانو اعدامولو ته ادامه ورکوي او د افغانستان مهاجرین وباسي.»

د ایران دولتي رسنۍ بیا وایي، په دې وروستیو کې یې نورو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور یو شمېر ایراني اتباع هم اعدام کړي، خو د افغانانو په اړه یې بیا دا ډول راپورونه رد کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist