Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ايران، روسیه، ازبکستان: د افغانستان شخړه پوځي حل لار نه لري

admin by admin
2021/06/29

روسیې، ازبکستان او ایران د افغانستان شخړې سوله ‌ییز حل کې د مرستو اوهمکاریو ټټر وهلی او ټولو پر دې ټینګار کړی،چې دغه شخړه پرته له سیاسي لارې پوځي لارې نه‌ شي حل ‌کېدای.

ایران طالبان د افغانستان يوه برخه بللې، خو ویلي یې دي چې نه اوس او نه په راتلونکې کې د حکومت ټوله برخه جوړېدای شي.

د ايران  بهرنيو چارو وزارت ویلي، دا اړينه ده، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او د تېرو لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دې موثقې بين الافغاني خبرې پيل شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سيد خطيب زاده وايي:« طالبان د افغانستان يوه برخه ده،خو  اوس او راتلونکي م کې به د افغانستان حکومت ټوله برخه نه وي. دا اړېنه ده،چې د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي، موثقې بين الافغاني خبرې تلپاتې حل په موخه يوازنۍ لار ده.موږ تیار يو،چې مذاکراتو کې مرسته وکړو.»

کابل کې د روسيې سفير هم په يوه تازه مرکه کې ويلي، د طالبانو له لوري دوی ته کوم مستقيم ګواښ نه شته او د افغانستان ستونزې حل په موخه د امريکا، چين او پاکستان استازو سره پر ګډه کار کوي.

کابل کې د روسيې سفير ډېمترې ژيرنوف وايي: « د روس، امريکا، چين او پاکستان استازي د وضعيت سمولو په موخه تريکا ميکانيزم له لارې کار کوي، موږ يوه پاليسي تعقيبوو، چې د جګړې ښکېل اړخونه وهڅوو، چې خبرو ته لومړيتوب ورکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږي.»

په ورته مهال د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، د افغانستان د ستونزې په اړه د سيمې هېوادونو پر کچه بېلابېل نظرونه شتون لري او هېواد يې نشي کولی هغه نظام ومني، چې افغانستان په نويمه لسيزه کې درلود.

د ازبکستان بهرنيو چارو وزير عزير کاملوف وايي: « البته موږ نه شو کولی،هغه نظام، چې افغانستان په نوي يمه لسيزه کې درلوده ومنو او ستونزې بايد د دواړو لورو د افغانستان اوسني حکومت او نظام مخالفينو ترمنځ حل شي.»

کاملوف هم ټينګار کړی، چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه شي حل کېدلی او بايد د حل په موخه يې درېدلي مذاکرات بېرته پیل شي.

ايران، روسيه او ازبکستان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان سولې لپاره د حکومت پلاوی لاهم د قطر پلازمېنه دوحه کې دی او له تېرو لسو میاشتو راهیسې د سولې خبرې نه دي پيل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist