Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اوچا: روان کال کې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

په کابل کي د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۷ مه»  د بشري مرستو په اړه د نادولتي موسسو فعالیتونو د څارني او کنټرول د طرحي په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو سره د سکټوري وزارتونو همغږی ناسته  ترسره شوه.

ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر  یا اوچا مشره ایس ابیل وايي، په روان کال کې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. 

بیل وايي، په افغانستان کي د بشري مرستو لپاره څلور اشاریه څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. 

ابیل وايي:«  په روان ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د ۴.۴ میلیارده ډالرو غوښتنه شوې،چې تردې مهاله کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.»

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشر رامز اکبروف وايي، په افغانستان کي به  د دوی بشردوستانه مرستي دوام ولري او تر دې مهاله یې له  ۱۸ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

اکبروف زیاتوي:« زموږ ټول فعالیتونه په بشري برخو متمرکز دي،په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۸ میلیونه افغانانو ته خوراکي مواد ویشل شوي، له دوه میلیونه کسانو سره د روغتیا برخه کې مرسته شوې،له درې سوه زره پر خوارځواکۍ اخته  ماشومانو سره مرسته شوې، او ۵۰۰ زره نورو افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.» 

د اقتصاد وزات مسوولین بیا تېره جګړه، په عوایدو کې کموالی،سیاسي بې ثباتي،فساد او د نړیوالو له خوا د مرستو کموالی د فقر زیاتوالي لاملونه بولي. 

 دوی وايي،  روان وضیعت د دې لامل شو،چي یو پر درې برخه افغانان د لوږي له ګواښ سره مخ شي.

د اقتصاد وزارت سرپرست حاجي مستقیم:« نا امنی، عوایدو کموالی، سیاسي بې ثباتي، فساد په دولتي ادارو کې او د نړیوالو د مرستو کموالی د فقر زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړه،چي له۷۰ څخه تر ۹۰ سلنه خلک د فقر له ګواښ سره مخ دي دا وضیعت د دې لامل شوی دی، د افغانستان د جمعیت یو پر درې برخه د لوږ له ګواښ سره مخ شي او یو میلیونه ماشومان سوی تغذی سره مخ دي.»

د عامي روغتیا وزارت په یاده ناسته کي وویل د نړیوالو د مرستو له بندیدو سره په ټول هیواد کي ۳۴۰۰ کلینکونه تړل شوي او ددې ترڅنګ تر اتیا پوري د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم تړل شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist