Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: روان کال څه باندې ۱۳ میلیونه افغانانو سره مرسته شوې

اوچا: روان کال څه باندې ۱۳ میلیونه افغانانو سره مرسته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/17

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره يا (اوچا) وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بشردوستانه ادارو د ۱۳.۴ ميلیونه افغانانو لاسنیوی کړی.

اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د روان زېږدیز کال له پیل تر جولای میاشتې پورې ۲.۲ میليونه تنو، لږ تر لږه درې ډوله سکټوري ملاتړ ترلاسه کړی؛ خو د نویو شمېرو له‌ مخې، په افغانستان کې ۲۳.۷ ميلیونه تنه د خوړو، روغتیا او روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په خبره،  د مرستې په موخه له غوښتل شویو ۳.۰۶ ميلیارد ډالرو تر اوسه یوازې څه باندې ۷۳۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

اوچا زیاتوي: « موږ د ۲۰۲۴ کال په جولای کې یوازې ۷۳۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړل او په ۲۰۲۳ کال کې مو بیا ۴۱۲.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي وو. په داسې حال کې چې موږ په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا او غوښتنه لرله. موږ باید تر جولای پورې ۲.۳ میلیارده  ډالر ترلاسه کړي وای، خو لا نه دي ترلاسه شوي. بله خوا، په افغانستان کې نوي ناورینونه نوې ستونزې زیږوي او د خلکو اړتیاوې هم ورسره ډېرېږي.»

د اقتصاد وزارت د نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له خوا د بشري مرستو هرکلی کوي، خو غوښتنه لري چې د بشري مرستو ترڅنګ دې په بنسټیزو او پراختیایي برخو کې هم مرستې او پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « دا چې هېواد مو د بیارغونې پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا لري او بشري مرستې یوازې په لنډمهاله کې د اړتیاوو پوره کولو لپاره اغېزناکې وي، نو اساسي حل لاره دا ده چې نړیواله ټولنه د وضع کړیو محدودیتونو لرې کولو ترڅنګ، اقتصادي لومړیتوبونو ته په کتو، د پراختیايي مرستو له لارې د خلکو لپاره د کار په برابرولو کې ونډه واخلي. کارموندنه کولی شي د افغانستان خلک پر بهرنیو مرستو له اتکا وژغوري.»

که څه هم په دې وروستيو کې د کار د نه شتوالي او د نړيوالو مرستو د کمښت له امله په کورنيو کې بېوزلي زياته شوې، خو هر کال په هېواد کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د لرې پرتو سيمو د اوسېدونکو اړتياوې زياتېږي.

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه اړتیا ده چې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي او په خبره يې د سرپرست حکومت په ګډون دې نړیواله ټولنه دې ته جدي پام وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « بشري مرستو ته جدي اړتیا ده. باید د ژمي له راتګ وړاندې اړمنو کسانو ته د یوه منظم مکانیزم له لارې مرستې ورسول شي. اسلامي امارت مکلفیت لري چې دغه مرستې هغو کسانو ته ورسوي چې وزګاره او بېوزله دي. دا مهال په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه ده او باید ورسره د مرستو کچه هم لوړه شي.»

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) اعلان کړی و چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم وړاندې خپاره کړې راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په کچه کې دي او ډېری یې په دې نه پوهېږي چې څنګه خپل خواړه ترلاسه کړي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist