Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/15

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره(اوچا) وايي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې لاهم په کې په پراخه کچه ماینونه او نا چاوده توکي شته دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، یوازې په روان کال کې نږدې۱۸۰ کسانو ته د ماینونو او نا چاودېدلو توکو له امله مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۵ سلنه یې ماشومان دي.

د اوچا راپور کې راغلي: « ماینونه او نورو نا چاودېدلي مهمات په عملي توګه د سیمه ییز پرمختګ مخه نیسي. دغه راز، په ماینونو ککړې ځمکې له کرنې پاتې کیږي، د سړکونو جوړونه له خنډ سره مخ کوي،  د بېځایه شویو راستنېدل ستونزمنوي او همدا راز، ښوونځیو ته د ماشومانو تګ له خطر سره مخ کوي.»

د دې راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات په ماینونو ککړ دی او د بوسنیا، کمبودیا، ایتوپیا، عراق او اوکراین چې د نړۍ په کچه پر ماینونو او ناچاودېدلو توکو ترټولو ډېرککړ هېوادونه دي، ترڅنګ یې افغانستان هم یادیږي.

اوسمهال په نړۍ کې ماین پاکونه نه یوازې یو خیریه کار نه بلل کیږي بلکې د هرې سترې بنسټیزې پروژې د پیل لومړنی شرط هم بلل کېږي.

په داسې حال کې چې نږدې ټول هغه ټرانسپورټي دهلېزونه چې مرکزي اسیا د هند له سمندري بندرونو سره نښلوي، د افغانستان له لارې تېریږي. په دغو دهلېزونو کې افغان ټرانس رېل پټلۍ، د ټاپي ګازو نل لیکه، کاسا زر د برېښنا لېږد پروژه او نورې سترې سیمه ییزې پروژې په کې شاملې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026
ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي
افغانستان

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026
د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل
افغانستان

د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل

جولای 15, 2026
خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي
افغانستان

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 15, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026
ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist